لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضرب عضب کې تراوسه پورې ۳۴۰۰ جنګيالي وژل شوي،ائي اېس پي ار


پوځي بيان کې وئيل شوي چې تېر کال په ۱۶م دسمبر پېښور کې ارمي پبلک سکول باندې د بريد وروستو دغه عمليات نور تُند کړی شوي وو .
پوځي بيان کې وئيل شوي چې تېر کال په ۱۶م دسمبر پېښور کې ارمي پبلک سکول باندې د بريد وروستو دغه عمليات نور تُند کړی شوي وو .

د پاکستان د پوځ لخوا وئيل شوي چې ضرب عضب اپرېشن کې تراوسه پورې ۳۴۰۰ ترهګر وژل شوي او د وسله والو ۸۳۷ ځالې تباه کړی شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا نن د خالي په ورځ جاري شوي يو بيان کې شوي د ضرب عضب اپرېشن د ۱۸مياشتو (يونيم کال) مودې تفصيل وړاندې کړی شوی دی . چې پکې وئيل شوي دي د ترهګرو ملا ماته کړی شوې د هغويې بنيادونه تباه کړی شوي او په ضد يې د استخباراتو په اساس عمليات دوام لري .

د ائي اېس پي ار په بيان کې وئيل شوي چې د ضرب عضب د يو نيم کال په موده کې ۳۴۰۰ ترهګر وژل شوي او د هغويې ۸۳۷ هغه ځالې تباه کړی شوي کومې چې به د ترهګرۍ دپاره کارېدې .

ائي اېس پي ار وئيلي د ۱۸مياشتو په موده کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ټول ملک کې ۱۳ز ره ۲۰۰ اپرېشنې شوي او په دغو عملياتو کې ۱۸۳ ترهګر وژل شوي او ۲۱زره ۱۹۳ نيول شوي او دغه عمليات اوس هم دوام لري .

پوځي بيان کې وئيل شوي چې د ضرب عضب د لاس ته راوړنو په مهال د پوځ، د خېبرپښتونخوا ملېشې، د بلوچستان او سندهـ رېنجرو قربانۍ ورکړي او ۴۸۸ سرتيري يې پکې وژل شوي او ۱۹۱۴ ژوبل شوي دي .

د دې ترڅنګ ۱۱ پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي، دغو عدالتونو ته ۱۴۲ کېسونه لېږل شوي چې پکې ۵۵ فېصله شوي د ۸۷ اورېدنه روانه ده او ۳۱ سخت دريزه ترهګرو ته سزا ورکړل شوې ده .

پوځي بيان کې وئيل شوي چې تېر کال په ۱۶م دسمبر پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چليدونکي سکول (ارمي پبلک سکول) باندې د بريد وروستو دغه عمليات نور تُند کړی شوي وو .

د پوځ لخوا د ضرب عضب اپرېشن د يونيم کال مودې تفصيل په داسې مهال وړاندې کړی شوی چې د پېښور په سکول د بريد يوکال پوره کيږي ، پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې په ۱۶م دسمبر بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو چې زياتره شمېره پکې د سکول د ماشومانو وه .

تحريک طالبان پاکستان د دغه پېښې په غاړه اخيستې وه .

لس ورځې وړاندې په ارمي پبلک سکول باندې شوي بريد کې څلور ککړ ترهګر تېزندي کړی شوي ، د کومو په اړه چې د ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي بيان کې د څلوور واړو تعلق د توحيدوالجهاد نومې ډلې سره ښکاره کړی شوی او وئيل شوي وو چې دويې د ارمي پبلک سکول د بريد سره په امنيتي ادارو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې ککړ وو .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ضرب عضب اپرېشن تېر کال د جون په مياشت کې هغه وخت پېل کړی شوی ؤ ، چې د حکومت او طالبانو ترمينځ د روغې جوړې خبرې ناکامه شوې او طالبانو د کراچۍ په هوايي ډګر د شوي بريد پړه اومنله . ضرب عضب د کراچۍ په هوايي ډګر د بريد نه يوه اوونۍ پس شورو کړی شوی ؤ .

د ضرب عضب په نتيجه کې د شمالي وزيرستان نه د لکونو په شمېره کې خلک کډوال شوي چې زياتره پکې اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG