لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار: بمي چاؤدنه کې د مړو شمېره ۲۴ ته رسېدلې


پوليټيکل چارواکو پېښه کې د ۲۴ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .
پوليټيکل چارواکو پېښه کې د ۲۴ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .

د پاکستان قبائيلي سيمې کُرمې ايجنسې په مرکز پاړه چنار کې نن د اتوار په ورځ شوې بمي چاؤدنه کې د وژل شوؤ کسانو شمېره ۲۴ ته رسېدلي او ۷۲ کسان ژوبل شوي دي .

د افغانستان سره په پوله پرتې قبائيلي سيمې کُرمې ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې په وينا د اتوار په ورځ پاړه چنار کې د بس اډې سره نزدې عيدګاه مارکيټ کې د کباړي سامانونو بازار جوړيږي او دغه چاؤدنه هم په دغه بازار کې په داسې مهال شوې چې په لويه شمېره کې خلک دغلته راجمع وو .

پوليټيکل چارواکو پېښه کې د ۲۴ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .

د پوليټيکل انتظاميې په وينا په ژوبل شوؤ کې چې د ۲۵ کسانو روغتيايي حالت مرګونی وو د پوځې هيلي کاپټرو د لارې پېښور ته لېږل شوي دي ، او د ۴۷ نورو درملنه د کُرمې په مرکزي روغتون کې روانه ده .

چارواکو وئيلي د چاؤدنې نوعيت لا نه معلوم شوی چې چاؤدنه څنګه شوې ده خو ځينې راپورونه وايي دا اېښودی شوی بم په ريموټ چاؤدل شوی او د ۳۰ نه تر ۳۵ کلو پورې بارودي مواد پکې کارول شوي دي .

د چارواکو په ويناد پېښې ځايې ته امنيتې ځواکونو رسېدلي علاقه يې په ګېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .

سرچينې وايي د پېښي د ځايې نه دوه مشکوک کسان هم نيول شوي دي .

د ميډيا راپورونو ترمخه پاړه چينار کې د شوې چاؤدنې ذمه واري د لشکرجهنګوي العالمي په نوم باندې يو ډلې په غاړه اخيستې ده ، او دغې ډلې وئيلي چې حمله يې په شام کې د مسلمانانو په ضد د ايران او بشارالاسد د ملاتړ کولو او د هغو عملياتو په ضد کړې ده ، يادې ډلې د دغه ډول نورو حملو ګواښونه هم کړي دي .

د پاکستان د قبائيلي سيمې کرُمې ايجنسۍ په شمال ختيز کې نورې قبائيلي سيمې اورکزۍ او خېبرايجنسۍ جنوب کې بله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان پرته ده چرته چې د ضرب عضب په نوم عمليات دوام لري .

او د کُرمې ايجنسۍ په لويديز کې د افغانستان پکتيا او پکتيکا سيمې پرتې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG