لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي دماشومانو وينې دپاکستان دمستقبل لاره ټاکلې ده


نوازشريف وويل دپيښور دسانحې څخه وروستو سياسي اؤ عسکري قيادت  په يو ځايې کيدو اؤ پريکړه يې وکړه
نوازشريف وويل دپيښور دسانحې څخه وروستو سياسي اؤ عسکري قيادت  په يو ځايې کيدو اؤ پريکړه يې وکړه

د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دپيښور دارمي پبلک سکول سانحه کې وژل شوؤ ماشومانو ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو په ترڅ کې ١٦م دسمبر دتعليمي ژمنې دقومي ورځ په توگه دنمانځلو اؤ دارمي پبلک يونيورسټۍ دجوړولواعلان کړى دى.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په ورسک روډ موقعيت لرونکي دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول وسله والو جنگيالو خونړى بريد کړى ؤ اؤ د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون يې ١٥٠ کسان په بې دردۍ سره وژلي وؤ.

دپيښور په ارمي پبلک سکول کې تيرکال په ١٦م دسمبر دوسله والو بريد کې وژل شوؤ ماشومانو ته دعقيدت وړاندې کولو په اړه راجوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل چې ددغه دردناکې پيښې څخه وروستو ټول قام پوښتنه راولاړه کړه چې ايا دغسې درندگان دڅه قسمه نرمۍ مستحق دي؟ اؤ ايا اوس هم وخت نۀ دى راغلى چې دويش ټولې کرښې ختم کړل شي؟

نوازشريف وويل دپيښور دسانحې څخه وروستو سياسي اؤ عسکري قيادت په يو ځايې کيدو اؤ پريکړه يې وکړه چې غيرمعمولي حالاتو کې دغيرمعمولي گامونو ضرورت دى اؤ دترهه گرۍ دناسور دجرړو ويستو، په ترهه گرۍ دفيصله ييز ضرب لگولو اؤ معصومو بچو وژونکو ته دعبرت ناکې سزا ورکولو پريکړه شوې.

نوازشريف وويل چې دمعصومو بچو وينې مونږ يو کړو، دسياسي قيادت په مرستې سره مو ائيني بدلونونه وکړل، پوځي عدالتونه مو جوړ کړل اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره مو ايکشن پلان جوړ کړو.

نوازشريف وويل چې شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې مو دترهه گرو ملا ماته کړې، دترهه گرو تربيتي مرکزونه مو تباه کړي اؤ اوس هاغه ورځ لرې نۀ ده چې ترهه گري به په مکمله توگه ختمه کړل شي.

نوازشريف وويل چې نننۍ دنيا دتعمير اؤ ترقۍ دنيا ده، دخوشحالۍ لمر هم دعلم افق سره راخيژي اؤ تعليم دښمنه دانسانيت دښمنان دي، دعلم دشمعې وژونکو وجود به ختمولى شي اؤ دپاکستان هر گټ کې به امن راځي.

وزيراعظم وويل نوى نسلم په غوره تعليم اؤ تربيت ښائسته کول زمونږ ذمه واري ده.

نوازشريف وويل چې د١٦م دسمبر الميې زمونږ زړونه ضرور چقولي خو مونږ يې يو بل ته نزدې کړو، دا ورځ به زمونږ لپاره درڼا مينار جوړيږي، دوژل شوؤ بچو دوينې حساب به اخلو اؤ دغه ماشومان به زمونږ په زړونو کې دتل لپاره ژوندي وي.

نوازشريف وويل چې دارمي پبلک سکول دماشومانو دوينې پاکستان ديو ملک په حيثيت بدل کړى اؤ دغه وينې دپاکستان دمستقبل لاره ټاکلې،هغه وويل چې امنيتي ځواکونه ددغو بچو په وينه کې خپله وينه هم شاملوي.

نوازشريف د١٦م دسمبر دورځې دتعليمي ژمنې قومي ورځ په توگه دنمانځلو اعلان وکړو اؤ وې وئيل چې دغه ورځ زمونږ دتاريخ برخه جوړه شوه اؤ مونږ به دجهالت تيارې دتل لپاره ختموؤ، هغه دارمي پبلک شهداء يونيورسټۍ دجوړولواعلان هم وکړو.

ماشومانو ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو په مهال دپيښور پشان ټول پاکستان کې دستورې شوي اؤ په دغه موقع ټول هيواد کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

پيښور کې مرکزي دستوره کې دوزيراعظم نوازشريف ترڅنګ، دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيران، دځمکني پوځ مشر جنرل راحيل شريف، مهم سياسي شخصيات، غيرملکي سفيران اؤ دوژل شوؤ طالب علمان دکورنۍ غړي شريک شوي دي.

دخيبرپښتونخوا حکومت دپيښور په ټولو تعليمي ادارو کې درخصتۍ اعلان کړى اؤ دملک نورو صوبو کې هم تعليمي ادارې بندې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG