لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دلوړې کچې غونډه کې دافغانستان په معامله غور


 دغه مهمه غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر جنرل رضوان اختر هم گډون کړى دى.
دغه مهمه غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر جنرل رضوان اختر هم گډون کړى دى.

دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دجمعې په ورځ دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دافغانستان په اړه په بيلا بيلو چارو اؤ دپاکستان دداخلي سلامتۍ په معاملو خبرې اترې شوي دي.

دغه مهمه غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر جنرل رضوان اختر هم گډون کړى دى.

دافغانستان په اړه چې دغه غونډه کې په کومو چارو خبرې شوي دهغې تفصيلات نۀ دي جاري شوي خو دغه مهمه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې روانه مياشت کې اسلام اباد کې دافغانستان په اړه دايشياء دزړۀ غونډه کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دجوړجاړي دعمل په بحالۍ اتفاق شوى ؤ.

افغان صدر اشرف غني وطن ته په واپسۍ کابل کې يو بيان کې وئيلي وؤ چې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دمذاکراتو عمل راروانو اوونو کې پيل کيدى شي.

په ډاگه دې وي چې اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع يوه څلور ډله ييزه ليدنه هم شوې وه چې پکې وزيراعظم نوازشريف، دافغانستان صدر اشرف غني، دچين خارجه وزير وانگ ژي اؤ دامريکا مرستيال خارجه وزير انتهوني بلنکن هم گډون کړى ؤ.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله دزيارت په ورځ ميډيا ته دحال احوال تيورلو په مهال وئيلي وؤ چې دغه څلور ډله ييزه غونډه افغانستان کې دامن په اړه زياته اهمه وه.

اوس اوس دپاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي وؤ چې افغانستان کې دامن په اړه يې هيواد سنجيده دى اؤ دمذاکراتو له لارې دافغان ستونزې هوارى غواړي.

وزيراعظم نوازشريف وئيلي وؤ چې پاکستان په طالبانو تر يو حده اثرورسوخ لري کوم چې به کارولى اؤ طالبان به دمذاکراتو ميز ته دبيرته راوستو لپاره هلې ځلې کولى شي.

دپاکستان په کوربه توب دروان کال دجولا ئي مياشت کې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه مذاکرات شوي وؤ، دغو مذاکراتو کې دچين اؤ امريکا استازو هم دمبصرينو په توگه گډون کړى ؤ.

ټاکل شوې وه دجولا ئي دمياشتې اخره کې به دمذاکراتو يو بل پړاؤ هم پاکستان کې ترسره کيږي خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو وروستو دمذاکراتو دغه عمل اودريدلى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG