لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان، چاؤدنه کې عسکر ژوبل،نښته کې درې جنگيالي مړه


 امنيتي ځواکونه ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.
امنيتي ځواکونه ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

راپورونه وائي دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په تيارزه تحصيل کې دخالي په ورځ دامنيتي ځواکونو په يو کاروان بمي چاؤدنه کې يو عسکر ژوبل شوى اؤ ځوابي کارروايۍ کې درې شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دامنيتي چارواکو ترمخه تندلارو دريموټ کنټرول له لارې سيمه کې دغه دکورني بم چاؤدنه هاغه مهال وکړه کله چې ددغه ځايې څخه دمعمول مطابق په گزمه بوخت عسکر تيريدل، دچاؤدنې وروستو دامنيتي ځواکونو اؤ شکمنو جنگيالو ترمينځ نښته وشوه چې پکې درې جنگيالي ووژل شول.

امنيتي ځواکونه ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

تيره ورځ دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې دشمالي وزيرستان په شوال اؤ دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې يې دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون دمياشتې راهسې شمالي وزيرستان دضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله ٣٤٠٠ ترهه گر وژلي ، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG