لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې د اوربند باوجود نښتو کې ۶۸ کسان وژل شوي


د ملګرو ملتونو جنرل سکرټري بان کې مون د دغو خبرو هر کلی کړی او وئيلي يي دي چې د خانه جنګۍ د ختمېدو دغه يواځينۍ لار ده .
د ملګرو ملتونو جنرل سکرټري بان کې مون د دغو خبرو هر کلی کړی او وئيلي يي دي چې د خانه جنګۍ د ختمېدو دغه يواځينۍ لار ده .

د يمن پوځ د خالي په ورځ يو بيان کې وئيلي چې د حکومت د پلوي ځواکونو او حوثي شيعه ياغيانو ترمينځ د اوربند باوجود په وروستيو کې شمالي يمن کې تازه نښتو کې ۶۸ کسان وژل شوي دي .

امنيتي سرچينو او عېني شاهدينو وئيلي چې دغه نښتې په حجه صوبه کې رامنځته شوي ۴۰ ياغيان او ۲۸ حکومتي عسکر پکې وژل شوي او د دواړو خواؤ نه په درځنونو کسان ژوبل شوي دي .

پوځي سرچينو وئيلي حکومت پلوه پوځ د سعودي عرب پولې پله پرمختګ کړی چرته چې دويې څو مياشتې تربيت حاصل کړی او هتله د شيعه حوثي ياغيانو سره مخامخ شوي دي .

دغه نښتې په داسې مهال شوي چې د ملګرو ملتونو لخوا د يمن د شخړې ختمېدو او امنيت په ځايې کېدو لړ کې جنېوا کې د نهې په ورځ غونډه شورو شوې ، خود ايران ملاتړ لرونکو حوثيانو په اړه نه ده معلومه چې د دغو خبرو څومره خيال ساتي .

د ملګرو ملتونو جنرل سکرټري بان کې مون د دغو خبرو هر کلی کړی او وئيلي يي دي چې د خانه جنګۍ د ختمېدو دغه يواځينۍ لار ده .

د صدرعبدالربومنصور د پلوي پوځ او حوثي ياغيانو ترمينځ جګړه کې نزدې ۵۷۰۰ کسان وژل شوي ، دغه جګړه په ستمبر ۲۰۱۴م کې شوور شوې وه کله چې حوثيانو پلازمينه صنعا ونيولو .

د خليجي هېوادونو په ملاتړ د سعودي حکومت د فضائي عملياتو په ترڅ کې ياغيان د عدن نه ويستي دي ، خو صنعا اوس هم د ياغيانو په ولقه کې دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG