لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : طالبانو د هلمند"سنګين" ضلع نېولې ده


افغان چارواکو او طالبانو وئيلي طالبانو د هلمند د ضلعې انتظاميې دفتر نيولی او څو ساعته پس يې د پوليس ودانۍ هم په خپله ولقه کې اخيستې ده .
افغان چارواکو او طالبانو وئيلي طالبانو د هلمند د ضلعې انتظاميې دفتر نيولی او څو ساعته پس يې د پوليس ودانۍ هم په خپله ولقه کې اخيستې ده .

د افغانستان په جنوب کې پرتې صوبې هلمند مهمه ولسوالي ( ضلع) سنګين طالبانو نيولې ده ، چارواکو پخلی کړی چې سنګين د اتوار په ورځ ناوخته د طالبانو لاسو ته ورغلې ده .

افغان چارواکو او طالبانو وئيلي طالبانو د هلمند د ضلعې انتظاميې دفتر نيولی او څو ساعته پس يې د پوليس ودانۍ هم په خپله ولقه کې اخيستې ده .

پژواک خبري اداره په خپل راپور کې د يو ځايي چارواکي د خلې وايي چې ۱۵۰پوليسو ودانۍ پرېښودې او نزدې علاقې پله تلي د چرته نه چې دويې د وتلو لار نه لري، او چارواکي زياته کړې که د پوليس سره د هوايي ځواک مرسته اونه شي نو د دويې ژوند په خطر کی دی .

چارواکي وئيلي چې دغه پوليس د څو ورځو راهسې ګېر وو خوراک يې او خوب يې نه دی کړی ځکه يې موقع پرېښودې ده .

طالبانو د هلمند سنګين ضلع په داسې مهال نيولې چې له دې څو ساعته وړاندې د صوبې مرستيال ګورنر محمدجان رسول يار خبرداری ورکړی ؤ چې هلمند د طالبانو لاسو ته په ورتلو کې ده که چرته زر تر زره عمليات اونه شو .

د نومبر په مياشت کې په سنګين باندې د طالبانو د حملې په مهال د ۶۰ نه زيات افغان عسکر وژل شوي او نزدې ۷۰ طالبانو ته تسليم شوي وو .

سنګين ضلع د افغانستان د هغو سيمو نه يوه ده چرته چې د نړيوالو اتحادي ځواکونو د عملياتو په مهال هم د مرګ ژوبلو درنې پېښې رامنځته شوي وې .

راپورونه وايي د ګرشک په ضلع کې هم توده جګړه روانه او دواړو خواؤ ته په غټه کچه مرګ ژوبلې اوختي دي .

د افغانستان د برني اېوان غړي او د هلمندد سنګين ضلعې اوسېدونکي هاشم الکوزي هم پخلی کړی چې طالبانو د پوځ او پوليس ټول تنصيبات نيولي دي .

هغه دا هم وئيلي د سنګين پوليس سره نزدې علاقه کې موجودو پوځي عسکرو هم د پوليس مرسته نه ده کړې هغه وئيلي که د ګل د ورځې پورې د پوليس مرسته ونه کړی شوه نو هغويې به ووژل شي .

له دې وړاندې د هلمند مرستيال ګورنر رسول يار د سماجي اړيکو په ويب پاڼه فېس بک باندې صدر اشرف غني ته خبرداری ورکړی ؤ چې وسله وال په صوبه راخيژي . هغه وئيلي چې هلمند د لوېدو په پوله ولاړ ده او ستاسو سخت ضرورت دی .

نوموړي صدر ته دا هم وئيلي ؤ چې د تېرو دوه ورځو په جګړه کې ۹۰ افغان سرتيري وژل شوي دي کومه شمېره چې طالبان ۲۰۰ ښايي .

رسول يار صدر ته وئيلي ، هلمند د لاس نه ورتلو د پېښې نه بچ کړه، او دغه دروغ خبرې مه اوره چې وايي هلمند محفوظ دی .

پوهان وايي که چرته هلمند د طالبانو لاسو ته ورځي نو دا به د هغو افغان حکومتي ادعاؤ دپاره ضربه وي چې د نړيوالو اتحادي ځواکونو د وتلو او د جنګي عملياتو نه د لاسو ويستلو پس افغان ځواکونه په يواځې سر د وسله والو په ضد عمليات کوي او وسله وال قابو کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG