لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسي:چاؤدنو کې دملېشې عسکرپه ګډون درې کسان وژل شوي


د دغو پېښو زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .
د دغو پېښو زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې نن د ګل په ورځ د سړک غاړې ښخ دوه بمي چاؤدنو کې د ملېشې د يو عسکر په ګډون درې کسان وژل شوي او څلور عسکر ژوبل شوي دي .

د مومند ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميي د چارواکو په وينا دغه پېښې د بره مومندو د بائيزو تحصيل په اتم نومې کلي کې رامنځته شوي دي .

د چارواکو په وينا د سړک غاړې ښخ بم يوه پېښه کې په ګاډي کې ناست د ملېشې يو عسکر او د ګاډي ډرائيور (ځايي عام کس) وژل شوي دي .

او بله پېښه چې هم په اتم کلي کې رامنځته شوې ده ، په دغه چاؤدنه کې هم د ملېشې عسکر په هدف شوي خو چارواکي وايي د چاؤدنې په نتيجه کې يو ځايي کس وژل شوی او د ملېشې څلور عسکر ژوبل شوي دي .

د دغو پېښو زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

مومند ايجنسۍ کې د سړک غاړې بمي چاؤدنو پېښې په داسې مهال رامنځته شوي چې نن سيمې ته د خېبرپښتونخوا صوبې ګورنر سردار مهتاب احمدخان عباسي هم په دوره ورغلی دی .

چارواکو وئيلي د چاؤدنو پس يې په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي او علاقه يې په ګېره کې اخيستې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG