لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنرمهتاب قبائيلو ته د يوارب ۲۵کروړه روپو قرض ورکولو اعلان اوکړو


دغه قرض روپۍ به د يوې غېرسرکاري ادارې اخوت د لارې خلکو ته ورکول کيږي
دغه قرض روپۍ به د يوې غېرسرکاري ادارې اخوت د لارې خلکو ته ورکول کيږي

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې ګورنر سردار مهتاب احمدخان د وفاقي حکومت لاندې د قبائيلي سيمو د خلکو دپاره بغېر د سود نه د قرض روپو ورکولو اعلان کړی دی .

ګورنر مهتاب نن د ګل په ورځ قبائيلي علاقې مومند ايجنسۍ ته ورغلی او د ايجنسۍ په مرکز غلنۍ کې يې راجوړې يوې دستورې ته د وينا په وخت اعلان اوکړو چې قبائيلو ته به يو ارب او ۲۵ کروړه روپۍ بغېر د سود نه قرض ورکولی شي .

نوموړي دستورې ته په وينا کې ووئيل چې د قبائيلي علاقو اوسيدونکي د تېرو څو کالو راهسې د ترهګرۍ ښکار دي ، او په ترهګرۍ کې د دويې روزګاورنه تباه شوي ځکه دويې ته بغېر د سود نه قرض روپۍ ورکول کيږي چي دويې په خپلو پښو اودريږي .

ګورنر ووئيل دغه قرض روپۍ به د اخوت په نوم يوې غېر سرکاري ادارې د لارې خلکو ته ورکول کيږي .

ښاغلي زياته کړه چې د دغه قرض دپاره کوم خاص شرط نه دی اېښودی شوی هر غريب او بې روزګاره کس ته به ورکولی شي هغه دا هم ووئيل که د راتلونکې کال د جون د مياشتې پورې دغه رقم ختم شو نو دويې به خلکو ته د قرض ورکولو په مد کې نورې روپۍ اعلان کړي .

په قرض روپو کې به يو کس ته د ۲۵نه تر ۳۰ زرو پورې روپو ورکول کيږي .

د پاکستان د وفاق لاندې قبائيلي سيموکې دا لمړي ځل دی چې د حکومت لخوا خلکو ته د قرض روپو ورکولو اعلان اوکړی شو .

په مومند ايجنسۍ کې د ګورنر مهتاب لخوا د قرض روپو د اعلان په دستوره کې چې ګڼ قبائيلي مشران او خلک موجود وو ، دويې د ګورنر د دغه ګام د ستائينې سره نورې غوښتنې هم کولې .

ملک نادر ووئيل مونږ د ګورنر مننه کوؤ چې قبائيلو ته يې د قرض روپو ورکولو اعلان اوکړو خو نوموړي ووئيل دغه رقم ډېر لږ دی ځکه چې په ۲۵زره روپۍ هيڅ هم نه کيږي ، پکار ده چې دومره روپۍ ورکړی شي چې د چا خو پرې څه کار روان شي .

يو بل کس ملک جهانزېب هم دغه غوښتنه اوکړه او زياته يې کړه د ترهګرۍ ځپلې علاقې اوسېدونکي ډېرو مرستو ته اړتيا لري ، او د چا روزګارونه چې تباه شوي دي د هغويې په دومره لږو روپو کار نه روانيږي .

نوموړي دا هم ووئيل چې په سيمه کې د بدامنۍ په مهال د مومندو او افغانستان ترمينځ هغه لار تړل شوي چې ځايي خلکو به پرې په لنډه د افغانستان سره تجارت کولو د دغه لارې بندېز د خلکو روزګار ډېر متاثر کړی دی ، هغه ووئيل که دغه لار بيرته خلاصه شوه نو ځايي ځپلي خلک ته به ترې ګټې پورته کړي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG