لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسي: چاؤدنه کې د دوؤ ماشومانوپه ګډون درې کسان وژل شوي


مومند ايجنسۍ کې له دې وړاندې وخت په وخت د امن لښکرو غړي او امنيتي سرتيري په بېلابيلو پېښو کې په هدف شوي دي .
مومند ايجنسۍ کې له دې وړاندې وخت په وخت د امن لښکرو غړي او امنيتي سرتيري په بېلابيلو پېښو کې په هدف شوي دي .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د سړک غاړې ښخ يو بم په چاؤدنه کې د دوه کم عمره ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي .

د مومند ايجنسۍ پوليټيکل چارواکو د پېښې پخلی کړی او وئيلي دي دغه پېښه نن د شورو په ورځ مازيګر د تحصيل امبار په خارۍ نومې دره کې رامنځته شوې ده .

د چاوراکو په وينا د دغه سيمې يو اوسېدونکی ذاکر په خپل ګاډي (موټر) کې کور پله روان ؤ او په ګاډي کې ورسره کم عمره ماشومان سواره وو چې د سړک غاړې ښخ بم پرې وچاؤدو او په نتيجه کې دغه کس په خپله او دوه ماشومان وژل شوي دي .

د سيمې اوسېدونکو ډيوه ريډيو ته وئيلي چې د چاؤدنې په ترڅ کې د ذاکر يو زويې ژوبل شوی ، او ګاډي ته سخت زيان اوختی دی .

يو چارواکي وئيلي چې د چاؤدنې ښکار شوی تن د کوم امن لښکرغړی نه ؤ او نه يې د کومې وسله والې ډلې سره تړاؤ لرلو ، ولې خپلوان يې د امن لښکر غړي دي .

مومند ايجنسۍ کې له دې وړاندې وخت په وخت د امن لښکرو غړي او امنيتي سرتيري په بېلابيلو پېښو کې په هدف شوي دي .

د ګل په ورځ هم قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د سړک غاړې دوه بمي چاؤدنو کې د ملېشې د يو عسکر په ګډون درې کسان وژل شوي او څلور نور سرتيري ژوبل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG