لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په گډون ټوله نړۍ کې کرسمس نمانځل شوى

ټوله نړۍ کې عيسويان دعيسي(ع) دزيږون دورځې په مناسبت په هر ٢٥م دسمبر دکرسمس تهوارنمانځي، په دغه موقع کوڅې، محلې اؤ کورونه په ځانگړو رڼاگانو ښکلي کولى، ځانگړي خوراکونه تيارولى اؤ ملگرو اؤ رشته دارانو ته دخوړو بلنې ورکولى شي.

دپاکستان په گډون دجمعې په ورځ ټوله نړۍ کې عيسويانو دکرسمس تهوار په جوش اؤ جذبې سره نمانځلى اؤ پاکستان کې دعيسائي ورورولۍ وينا ده چې دنور کله په پرتله سږکال هغوي دغه تهوار په زيات پرامنه ماحول اؤ مطمئين انداز کې نمانځلى دى.

ټوله نړۍ کې عيسويان دعيسي(ع) دزيږون دورځې په مناسبت په هر ٢٥م دسمبر دکرسمس تهوارنمانځي، په دغه موقع کوڅې، محلې اؤ کورونه په ځانگړو رڼاگانو ښکلي کولى، ځانگړي خوراکونه تيارولى اؤ ملگرو اؤ رشته دارانو ته دخوړو بلنې ورکولى شي.

دکرسمس په موقع دجمعې په ورځ دپاکستان ټولو لويو اؤ وړو ښارونو کې په ځانگړې توگه دچرچونو څخه بهر اؤ دننه سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ عيسويانو چرچونو کې ځانگړو دستورو کې گډون کړى اؤ بيا يې دخپلو خپلوانو سره په گډه دخوشحالۍ دغه ورځ په ځانگړې توگه تيارو کړل شوؤ خوراکونو خوړلو سره نمانځلې ده.

داسلام اباد ديو چرچ څخه بهر موجود مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونکي تن سليم شهزاد وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې دغسې تهوارونه خلکو ته دورورولۍ ، مينې اؤ محبت پيغام ورکوي اؤ دې لړ کې ټولو خلکو ته دمذهبونو ترمينځ دهم اهنگۍ لپاره پوره هڅې پکار دي.

پاکستان کې دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې ترهه گريزبريدونه، بمي چاؤدنې اؤ دتشدد څخه ډکې پيښې رامينځته کيږي اؤ داکثريتي مسلمانانو ترڅنگ مذهبي اقليتونه هم ددغسې بريدونو ښکار پاتې شوي دي، اوسنو مياشتو کې دغه هيواد کې په چرچونو، جوماتونو، بازارونو اؤ سکولونو شوؤ حملو کې په لسگونو خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

خو حکومت وائي چې هيواد کې دهر مذهب سره دتعلق لرونکو خپلو وگړو دحقونو اؤ تحفظ لپاره گامونه اخلي.

په عين حال کې دعيسويانو مذهبي پيشوا پوپ فرانسس ټوله نړۍ کې اوسيدونکي 1.2 اربه رومن کيتهولک عيسويانو ته خبردارى ورکړى چې دکرسمس دکليز مذهبي تهوار په موقع دې دخپل مال اؤ دولت په نشه کې مست نۀ اوسي اؤ هغه دگرانۍ، لذت پرستۍ، مال اؤ دولت اؤ اسراف ښکار دنيا کې زياتې سادگۍ خپلولو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG