لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رمادي ښار د پوځ په ولقه کې راتلونکی دی، پوځي وياند


اتحادي الوتکو د تېرو څو اوونو راهسې رمادي باندې فضايي حملې کړي دي .

د عراق يو پوځي وياند وئيلي چې عراقي ځواکونو د رمادي منځنۍ سيمې پله پرمختګ کړی چرته چې د داعش د وسله والو نه د سرکاري ودانۍ د قبضې اخيستو دپاره په جګړه دي . داعش اووه مياشتې وړاندې دغه ښار په خپله ولقه کې اخيستی ؤ .

په دغه کمپليکس (ودانۍ) باندې قبضه به په رمادي کې د طاقت توازن برابر کړي او يو ځل به بيا د دغه مهم ښار واګې د پوځ په لاسو کې راشي کوم چې د انبار صوبې مرکز دی ، خو د دغه ودانۍ نه چاپېره د بارودي سورنګانو جال خور کړی شوی دی .

وياند د خالي په ورځ وئيلي چې د ځيني بارودي مواد ناکاره کولو دپاره پوځ فضائي حملې کړي او زياته کړې يې ده چې اوس پوځ د سرکاري ودانۍ نه يواځې په څو سوه کلوميټره لرې دی .

ولې د ښار د مينځ نه د وسله والو لري کولو ختمي وخت وياند نه دی وئيلي ، چرته چې د ۱۰۰ نه زياتو وسله والو د موجودګۍ وئيل کيږي .

د عراق پوځ وئيلي د داعش تُندلاري د خودکش حملو د لارې پوځ پرمختګ ته نه پرېږدي، او ورسره يي نشانه باز هم کښېنولي دي، بارودي سورنګان يې جوړ کړي او ښاري ابادي د ډهال په توګه کاروي .

تراوسه دا نه ده معلومه چې په دغه علاقه کې څومره خلک موجود دي او وياند وئيلي چې د علاقې زياتره اوسېدونکو په نزدې روغتون کې پناه اخيستې ده .

له دې يوه اوونۍ وړاندې د عراق پوځ وئيلي ؤ چې په څو ورځو کې به د ښار سرکاري ودانی په ولقه کې واخلي ، د مئ په مياشت کې د داعش وسله والو دغه ښار قبضه کړی او د پوځ دا پرمختګ مهم ګام بلل کيږي

اتحادي الوتکو د تېرو څو اوونو راهسې رمادي باندې فضايي حملې کړي دي .

د مئ په مياشت کې په رمادي د سرکار قبضه نه پاتې کېدل د عراق حکومت او پوځ دپاره يوه غټه ناکامي او ضربه ګرځول شوې وه .

د پلازمينې بغداد په لوئيديز کې په ۱۰۰ کلوميټره لرې پروت ښار په بيا قبضه کولو کې څو مياشتې موده ولګېده ، او د ښار نه په چاپېره علاقو کې نښتې شوي او دا هڅه شوې چې په رمادي کې تُندلارو ته کومک ونه رسي .

XS
SM
MD
LG