لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې دخبرو تيارۍ لپاره به مهمه غونډه کابل کې کيږي


 دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه دافغان صدارتي دفتر يو چارواکي وئيلي دي چې ددغه ليدنې مقصد طالبانو سره دمذاکراتي عمل بحالۍ لپاره ممکنه طريقه کار ټاکل دي.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه دافغان صدارتي دفتر يو چارواکي وئيلي دي چې ددغه ليدنې مقصد طالبانو سره دمذاکراتي عمل بحالۍ لپاره ممکنه طريقه کار ټاکل دي.

افغان حکومت به طالبانو سره دممکنه مذاکراتي عمل تيارۍ لپاره راتلونکې اوونۍ کې کابل کې ديوې مهمې غونډې مشري کوي چې پکې به دپاکستان، امريکا اؤ چين چارواکي هم گډون کوي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه دافغان صدارتي دفتر يو چارواکي وئيلي دي چې ددغه ليدنې مقصد طالبانو سره دمذاکراتي عمل بحالۍ لپاره ممکنه طريقه کار ټاکل دي.

افغان چارواکو وئيلي دي هيله لري چې افغانستان کې به دامن عمل دپيل کولو لپاره هر هيواد خپل کردار ادا کړي.

طالبانو سره دسولې دخبرو اترو پيل کولو په اړه ددغه غونډې پريکړه دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف دکابل داوسنۍ دورې په مهال شوې وه.

روانه مياشت کې دافغانستان صدر اشرف غني وئيلي وؤ چې دامن خبرې اترې په مياشتو کې نۀ بلکې په اوونو کۍ پيل کيدل پکار دي اؤ افغان ميډيا دقومي سلامتۍ دمشاور حنيف اتمر په اړه وئيلي وؤ چې خبرې اترې ددوؤ څخه دريوؤ اوونو کې پيل کيدى شي.

په ډاگه دې وي چې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې روانه مياشت کې دافغانستان په اړه دايشياء دزړۀ دکانفرنس په موقع دافغان جوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره دڅلورو هيوادونو په سټئيرنگ کميټۍ جوړولو اتفاق شوى ؤ چې پکې پاکستان، افغانستان، امريکا اؤ دچين استازي شامل دي.

اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع ددغو څلورو واړو هيوادونو يوه مهمه غونډه ترسره شوې وه چې پکې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف، دافغانستان صدر اشرف غني، دچين خارجه وزير وانگ ژي اؤ دامريکا دبهرنو چارو مرستيال وزير انتهوني بلنکن دخپلو هيئتونو مشري کړې وه.

سږکال دجولا ئي مياشت کې دپاکستان دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ په لمړي ځل نيغ په نيغه مذاکرات شوي وؤ چې پکې دامريکا اؤ چين استازو هم دمبصرينو په توگه گډون کړى ؤ.

وروستو دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو وروستو دسولې خبرې اترې ځنډيدلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG