لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان کډوالو پاکستان کې دپاتې کېدو وخت غزولی شي، چوهدري نثار


چوهدري نثار وئيلي د داخله وزارت ترڅنګ د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبې حکومتونه هم د کډوالو په وخت غزولو سخت تحفظات لري

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي علي خان برني اېوان (سېنيټ) ته وئيلي چې د افغان کډوالو په مسله د سختو تحفظاتو لرلو باوجود پاکستان سره بله لار نشته، د کډوالو دلته پاتې کېدو وخت به غزولی شي .

چوهدري نثار د کډوالو پاکستان کې د پاتې کېدو خبره په ملک کې د ترهګرۍ په ضد د جوړې قامي تګ لارې د شپږو مياشتو په کارکردګۍ باندې سېنيټ ته د احوال تېرولو په وخت کړې ده .

هغه وئيلي افغان کډوالو ته بيرته خپل ملک د تلو نېټه نن (۳۱م دسمبر) د زيارت په ورځ سرته رسي ، خو نوموړي وئيلي د حکومت دپاره دا ممکن نه ده چې ۳۰ لاکه خلک بهر اوباسي .

چوهدري نثار وئيلي د داخله وزارت ترڅنګ د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبې حکومتونه هم د کډوالو په وخت غزولو سخت تحفظات لري خو د رياستونواو سرحدي سيمو وزارت( سېفرون) د دغه خيال ملاتړ نه کوي چې کډوال دې په زور وويستل شي .

هغه زياته کړې چې افغان حکومت هم په پاکستان زور اچوي چې د کډوالو د پاتې کېدو وخت وغزوي .

د سېنيټ غونډې ته د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې په اړه نوموړي ووئيل ، چې حکومت په ملک کې د ترهګرۍ د نېټ ورک په ماتولوکې کامياب شوی، خو د تُندلارو د سهولت کارو او پلويانو د مکملې خاتمې دپاره وخت پکار دی .

هغه وئيلي جنګ لا ختم نه دی او حالات لا بيخي قابو هم نه دي ولې ښه والي پله روان دي .

چوهدري نثار ادعا کړې چې د نيشنل ايکشن پلان يا ترهګرۍ په ضد د قامي تګ لارې په ۲۰ نکاتو کې په ۱۵ باندې د اطمنان وړ پرمختګ شوی دی .

هغه وئيلي په پاتې پينځه نکاتو کې چې پرمختګ ته اړتيا لري ، يوه نکته د افغان کډوالو بيرته ستنولو خبره شامل ده .

نوموړي وئيلي په نورو څلورو نکاتو کې قبائيلي علاقو کې اصلاحات، د جرمونو د انصاف په نظام کې غوره والی، د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو په نوؤ نومونو د کار کولو نه منع کول او د سائبرکرائم د مخنيوي دپاره قانون جوړل شامل دي .

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م باندې پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکي سکول باندې د بريد نه پس د پاکستان سياسي ډلو په ګډه په ملک کې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د خاتمې دپاره په نيشنل ايکشن پلان باندې د عمل کولو اتفاق کړی ؤ .

XS
SM
MD
LG