دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف خپل هندي سيال نريندر مودي سره په ټيليفون خبرې کړي اؤ دهندي پنجاب پهټان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په اډه دشوې حملې پلټنو کې يې ورته دبشپړې مرستې باور ورکړى دى.
دهند وزيراعظم نريندر مودي په پاکستاني وزيراعظم غږ کړى چې دپټهان کوټ حمله کې دهغوي داوؤ پوځيانو دوژونکو کسانو په ضد دې سخت اؤ فوري گامونه واخلي.
دنريندر مودي دفتر وئيلي دي چې نوي ډيلي اسلام اباد ته دحملې په اړه ځانگړي اؤ دکارروايۍ وړ معلومات ورکړي، دغه حمله په داسې حال کې شوې چې څو ورځې دمخه نريندر مودي دپاکستان دوره وکړه اؤ ورسره داړيکو دښه کيدو نوې هيلې پيدا شوې وې.
امنيتي چارواکي شک کوي چې دپټهان کوټ حمله کې ککړ شپږ وژل شوي وسله وال په پاکستان کې دبنياد لرونکې تندروه ډلې جيش محمد سره تعلق لري، دغه ډلې په کال ٢٠٠١ء کې په هندي پارليمنټ هم حملې کړې وه چې ورسره دواړه رقيب هيوادونه جنگ کولو ته ورنزدې شوي وؤ.
دمودي ددفتر نه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې مودي په پاکستان غږ کړى دى چې دهاغو ټولو تنظيمونو اؤ کسانو په ضد په فوري توگه سخت گام واخلي کوم چې دپټهان کوټ حمله کې ککړ دي.
دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه دنهې په ورځ ددواړو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ ټيليفوني خبرو کې نوازشريف دپټهان کوټ په حمله دخفگان څرگندونه وکړه اؤ نريندر مودي ته يې وويل چې ترهه گر دامن عمل دپاټلۍ څخه غورځول غواړي.
نوازشريف وئيلي دي دپټهان کوټ دحملې په اړه چې هند پاکستان ته څه رقم معلومات ورکوي دهغې په رڼا کې به تفصيلي پلټنې کولى شي.
دواړو مشرانو په گډه دترهه گرۍ دمقابلې اراده هم څرگنده کړه.
پاکستاني وزيراعظم خپل هندي سيال سره په دغه ټيليفوني خبرې په داسې حال کې کړي چې دهند په پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په اډه دحملې څخه وروستو دهندي ميډيا راپورونو کې گوته پاکستان ته نيول شوې دکوم څخه وروستو چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دامن مذاکراتو پيل کړل شوؤ هڅو ته دزيان رسيدو انديښنه پيدا شوې.
پاکستان پټهان کوټ کې دشوې حملې غندنه کړې اؤ دهند حکومت ته يې پلټنو کې دممکنه مرستې وړانديز کړى دکوم چې دامريکا له لوري ستائينه شوې ده.
تيره اوونۍ دهند وزيراعظم نريندر مودي کابل څخه نوي ډيلي ته دستنيدو په مهال دپاکستان په لاهور ښار کې لږ ساعت لپاره ايسار شوى ؤ اؤ هندي اؤ پاکستاني ميډيا دهندي وزيراعظم دغه دورې ته ددواړو هيوادونو ترمينځ دښو اړيکو په اړه زيات کوريج اؤ اهميت ورکړى ؤ.
تيره مياشت دايشياء دزړۀ کانفرنس کې پاکستان ته دهند دخارجه وزيرې سشما سوراج ددورې په مهال دواړو هيوادونو دجامع مذاکراتو په پيل کولو اتفاق کړى ؤ.
له دې وړاندې نن دامريکا دبهرنو چارو دوزارت وياند جان کربي وئيلي وؤ هيله ده چې پاکستان به دهندي پنجاب په پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په هوائي اډه دحمله کوونکو په ضد گامونه اخلي.
دپټهان کوټ په ائيربيس حمله کوونکى پينځم ترهه گر هم وژل شوى اؤ دهندي چارواکو وينا ده چې يو ترهه گر اوس هم هوائي اډه کې موجود دى کوم پورې رسيدو لپاره چې امنيتي ځواکونو عمليات دوامداره ساتلي دي.
دڅلورو ورځو راهسې دهندي پنجاب پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې مرکز کې روانه نښته کې ٧ هندي پوځيان اؤ پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ دهند پوځ وائي چې اوس هم ٢٠٠٠ؤ ايکړو باندې مشتملې دغه اډه کې دلټون اؤ صفايۍ کار روان دى.