لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي کوريا لخوا دهائيډروجن بم دکاميابې تجربې دعوه


 دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 5.1 ريکارډ کړى شو اؤ مرکز يې  دپنجي ري تنصيب دمقام څخه  پنځوس کلو ميټرو په فاصله ؤ، که پخلى يې وشي نو دا به دشمالي کوريا له لوري  څلورمه جوهري تجربه وي.
 دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 5.1 ريکارډ کړى شو اؤ مرکز يې  دپنجي ري تنصيب دمقام څخه  پنځوس کلو ميټرو په فاصله ؤ، که پخلى يې وشي نو دا به دشمالي کوريا له لوري  څلورمه جوهري تجربه وي.

شمالي کوريا دشورو په ورځ دعوه کړې ده چې دهائيډروجن بم کاميابه تجربه يې کړې ده.

په سرکاري ټي وي ددغه تجربې داعلان څخه دمخه گڼوڅارونکو ايجنسو دشمالي کوريا دجوهري تجربو دتنصيب سره نزدې دمصنوعي زلزلې اطلاع ورکړې وه.

دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 5.1 ريکارډ کړى شو اؤ مرکز يې دپنجي ري تنصيب دمقام څخه پنځوس کلو ميټرو په فاصله ؤ، که پخلى يې وشي نو دا به دشمالي کوريا له لوري څلورمه جوهري تجربه وي.

جاپان، چين اؤدجنوبي کوريا چارواکو دزلزلې څخه وروستو وئيلي وؤ داسې اشارې ترلاسه شوي چې دپنجي ري سره نزدې راغلې دغه زلزله قدرتي نۀ وه.

دشمالي کوريا په سرکاري ټي وي دشوي اعلان ترمخه دهائيډروجن بم کاميابه تجربه په شپږمه جنورۍ کال ٢٠١٦م کې سحر لس بجې سحر شوې وه.

دجنوبي کاري سرکاري خبري ادارې هونهاپ وئلي دي سيؤل کې خارجه وزارت کې په دغه معامله مهمه غونډه کيږي.

شمالي کوريا له دې وړاندې ٢٠٠٦م،٢٠٠٩م اؤ ٢٠١٣م کې جوهري تجربې کړې وې اؤ دغه ټولې دپُنجي ري په مقام شوي دي.

جانز هوپکنز يونيورسټۍ کې د يو ايس، کوريا انسټيټيوټ څيړونکو تيره مياشت وئيلي وؤ دسټيلا ئټ څخه دترلاسه شوؤ تازه تصويرونو څخه په ډاگه کيږي چې شمالي کوريا دپُنجي ري سره نزدې نوى سرنگ کني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG