لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا:په انټرنيټ دترهه گرۍ مقابلې لپاره دلوړې کچې غونډه

 غونډه کې دټيکنالوجۍ دکمپنيو دمشرانو له لوري ددې خبرې جاج اخستل شوى چې څنگه ترهه گر دډيټا دپټ ساتلو لپاره دټيکنالوجۍ استعمال کوي اؤ دټيکنالوجۍ په استعمال سره دانټرنيټ له لارې بهرتيانې اؤ دتندلاريتوب دخيالاتو خورول څنگه گران جوړول کيدى شي.

په انټرنيټ دترهه گرۍ په ضد جنگيدو لپاره دسپينې ماڼۍ اؤ قانون نافذونکو لوړپوړو چارواکو دجمعې په ورځ سان جوز کيلي فورنيا کې دټيکنالوجۍ دلويو کمپنيو مشرانو سره ليدنه کړې ده.

دليدنې دبرخه والو دفهرست څخه اندازه کيږي چې اوباما انتظاميه په ټولنيزه ميډيا دداعش اؤ نورو ډلو دخطرو مخنيوي لپاره تر څومره حده سنجيده ده،اټارني جنرل لوريتا لينچ، دايف بي ائي ډائريکټر جيمس کومي اؤ ډائريکټر نيشنل انټلس جنس جيمس کلپر اؤ دصدر اوباما چيف اف سټاف اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي لوړپوړى مشاور موجود وؤ.

غونډه کې دټيکنالوجۍ دکمپنيو دمشرانو له لوري ددې خبرې جاج اخستل شوى چې څنگه ترهه گر دډيټا دپټ ساتلو لپاره دټيکنالوجۍ استعمال کوي اؤ دټيکنالوجۍ په استعمال سره دانټرنيټ له لارې بهرتيانې اؤ دتندلاريتوب دخيالاتو خورول څنگه گران جوړول کيدى شي.

دغونډې ايجنډا تر څو ادارو پورې ورسيده ، چاته چې ددې خبرې دجاج اخستو وينا وشوه چې څنگه دټيکنالوجۍ دکمپنيو دمتبادلو موادو په مرستې سره داعش لپاره مشکل پيدا کيدى شي.

صدر اوباما ددسمبر مياشت کې خپله وينا کې ددې خبرې په لوري اشاره کړې وه چې هغه به دان لا ئن ترهه گرو مقابله کوي اؤ وئيلي يې وؤ چې هغه په اعلي ټيکنالوجۍ اؤ قانون نافذونکو ادارو دزور راوړلو اراده لري.

يو لوړپوړي انتظامي افسر دجمعې په ورځ پخلى کړى چې دغه غونډه دهاغه پراخه منصوبې برخه ده دکومې دلاندې چې دانتظاميې اؤ ټيکنالوجۍ دورکوونکو ادارو ترمينځ مذاکراتو لپاره دا خبره باوري کړل شي چې شخصي اؤ پبلک سيکټر په گډه دټيکنالوجۍ په مرستې سره دترهه گرۍ مقابله وکړي.

دټيکنالوجۍ کمپنۍ چې پکې ايپل، گوگل، فيس بک، مائيکروسافټ، ټوئټر اؤ لنکډ ان شامل دي وئيلي دي چې هغوي دتشدد څخه ډک موادو دوړاندې څخه لرې کوي، خو هغوي داولسي رائې دڅرگندولو لړ کې دمداخلت په اړه هم دکشمکش ښکار وؤ.

دستمبر مياشت کې دجارج واشنگټن يونيورسټۍ په تابيا دتندلاريتوب په اړه دشوې يوې مطالعې په مهال څيړونکو وئيلي وؤ چې دبنياد پرستۍ اؤ داعش دخواخوږۍ خاتمه کې ميډيا مهم کردار ادا کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG