لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي د دفاع وزير د پاکستان وزيراعظم او پوځ سرلښکرسره ليدلي


د پوځ سرلښکر په دغه ليدنه کې وئيلي چې د سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو(جي سي سي) سلامتي د پاکستان دپاره مهمه ده .
د پوځ سرلښکر په دغه ليدنه کې وئيلي چې د سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو(جي سي سي) سلامتي د پاکستان دپاره مهمه ده .

د سعودي عرب د دفاع وزير محمدبن سلمان د اتوار په ورځ د پاکستان په خپله دوره کې د وزيراعظم نواشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي دي .

د سعودي عرب د دفاع وزير د پاکستان د سياسي او پوځي مشرتابه سره په ليدنو کې په دوه اړخيزه اړيکو او نورو مهمو امورو باندې خبرې اترې کړي دي .

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخواد سعودي د دفاع وزير محمدبن سلمان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره په جنرل هېډکوارټر کې په ليدنه کې د سيمې د امنيت او د دفاع په لړ کې په مرستو بحث شوی دی .

بيان کې وئيل شوي چې د پوځ سرلښکر په دغه ليدنه کې وئيلي چې د سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو(جي سي سي) سلامتي د پاکستان دپاره مهمه ده . او نوموړي زياته کړې که چرته سعودي عرب د کومې خطرې سره مخ کيږي ، نو پاکستان به ورته په کلکه ځواب ورکوي .

د سعودي عرب د دفاع وزير د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان د پوځ د کارکردګۍ ستائينه کړې او وئيلي يې دي سعودي عرب به په هر ډګر د پاکستان کلک ملګری وي .

د سرکاري ميډيا ترمخه شهزاده محمدبن سلمان د اتوار په ماښام د وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي ، او دواړه مشران په دې صلاح شوي چې د دواړو ملکونو (پاکستان او سعودي عرب) ترمنځ اړيکې به مظبوطولی شي او سعودي عرب سره به د امنيت، ترهګرۍ په ضد جنګ، تجارت او سرمايه کارۍ په لړ کې مرستې سېوا کولی شي .

راپورونه وايي وزيراعظم نوازشريف د سعودي عرب لخوا د ترهګرۍ په ضد د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو هرکلی کړی او د سعودي نائب ولي عهد ته يې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په ضد د پاکستان د هر قسمه ملاتړ باور ورکړی دی .

دواړه مشران په دې صلاح شوي چې انتهاپسند ذهنيت ته به د ماتې ورکولو په لړ کې يو بل سره مرستې کوي .

شهزاده محمدبن سلمان چې د سعودي عرب نائب ولي عهد او نائب وزيراعظم هم دی ، په درېو ورځو کې د سعودي عرب د کوم لوړ پوړي چارواکي لخوا د پاکستان دا دويمه دوره ده .

د زيارت په ورځ د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر د پاکستان په دوره راغلی ؤ .

د سعودي عرب دغو لوړ پوړو چارواکو په داسې مهال د پاکستان دوره کړې ، چې سعودي عرب د ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي دي ، او د دواړو ملکونو ترمنځ شخړه روانه ده .

د وزيراعظم د خارجه امورو صلاح کار سرتاج عزيز د سعودي عرب او ايران ترمنځ د شخړې په لړ کې د پاکستان د کردار په اړه قامي اسمبلۍ ته د حکومت په پاليسي بيان کې وئيلي ؤ ، پاکستان به د دغه شخړې په هوارولو کې خپله هڅه کوي ، خو په دې کې به د پاکستان قامي ګټو ته به اوليت ورکولی شي .

تېره مياشت سعودي عرب د پاکستان په ګډون د ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ او پاکستان يې د هرکلي کولو ترڅنګ وئيلي ؤ دا چې په دغه اتحاد کې به د پاکستان کوم کردار وي اسلام اباد به د رياض لخوا د تفصيلاتو مخې ته راتلو نه پس پرېکړه کوي .

سرتاج عزيز وئيلي چې روانه مياشت کې به په دغه اتحاد کې د شامل ملکونو د د فاع د وزيرانو ترمنځ په سعودي عرب کې يوه غونډه کيږي او په دغه غونډه کې به هر يو ملک د خپلې مرستې په تګ لاره خبرې کوي .

نوموړي وئيلي پاکستان چې د وړاندې نه د ترهګرۍ په ضد د مختلفو ملکونو سره مرستې کوي ، د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې پاکستان نورو ملکونو سره خپلو تجربو شريکولو ته هم تيار دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG