لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د سيمې امنيت په داؤ لګوي، د عرب ليګ الزام


د عرب ليګ مشر نبيل العربي په ايران غږ کړی دی چې د ګاونډي ملکونو سره شخړه کمه کړي .
د عرب ليګ مشر نبيل العربي په ايران غږ کړی دی چې د ګاونډي ملکونو سره شخړه کمه کړي .

عرب ليګ په ايران تور لګولی چې د عرب هېوادونو په معاملاتو کې لاس وهنه کوي او په دغه ډول د منځني ختيز امن په داؤ لګوي .

د اتوار په ورځ مصر کې د عرب ملکونو د تنظيم غونډه شوې چې پکې د دغو ملکونو خارجه وزيرانو ګډون کړی او سعودي عرب سره يې د يو والي څرګندونه کړې ده .

اته ؤ عرب ملکونو ايران سره د هغې وروستو سفارتي اړيکې قطع کړي کله چې سعودي عرب کې د شيعه عالم په دار د ځړولو وروستو ايران کې د سعودي په سفارتخانه بريد وشو.

مصر کې د عرب ملکونو غونډې ته په وينا کې د متحده عرب اماراتو خارجه وزير شېخ عبدالله بن زېد النهيان وئيلي چې عرب ملکونه د ايران لخوا په سفارتي مرکزونو د بريدونو سخته غندنه کوي ، او د سعودي عرب يا بل کوم عرب ملک په معاملاتو کې د ايران د لاس وهنې پاليسي په سختۍ سره رد کوي .

نوموړي په ايران تور لګولی چې د انتهاپسند ډلو ملاتړ کوي، د هغويې وسله وال تربيه کوي او په سيمه کې د اړي ګړي او تشدد خورولو دپاره مليشه تياروي .

د اتوار په ورځ د عرب ليګ دغه غونډه د سعودي عرب او ايران ترمنځ د راولاړې شوې شخړې په ترڅ کې رابلل شوې وه ، چې مقصد يې د ايران په ضد د عرب ملکونو ګډ دريز په ډاګه کول ؤ .

د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر په ايران تور لګولی چې دغه ملک د سيمې دهېوادونو په منځنو معاملاتو کې لاس وهنه کوي فرقه واريت ته وده ورکوي او د منځني ختيز امنيت اغېزمندکوي .

نوموړي ادعا کړې چې سعودي عرب د شيعه ، سُني شخړه جوړول نه غواړي ، ولي ايران د ۱۹۷۹م د انقلاب نه پس مذهبي بېلتون خپروي او سعودي عرب د دغه کار مخالفت کوي .

سعودي عرب تېره اوونۍ يو شيعه عالم شېخ نمرالنمر په دار ځړولی او د هغې نه پس په تهران کې مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارتخانه ورختلي او سوځولې يې وه .

د هغې نه پس سعودي عرب د ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړ ي او ترمنځ يې شخړه جوړه شوې ده .

د ايران صدر حس روحاني د سعودي عرب په سفارتخانه بريد غلط اود قانون په ضد ګرځولی ؤ ، خو وئيلي يي ؤ سعودي عرب سفارتي اړيکې د خپلو جرمونو پټولو دپاره نه شي کارولی .

د عرب ليګ مشر نبيل العربي په ايران غږ کړی دی چې د ګاونډي ملکونو سره شخړه کمه کړي .

د عرب ليګ د خالي په ورځ يوه غونډه شوې وه او د هغې نه پس سعودي عرب وئيلي ؤ چې د ايران په ضد به د نورو ګامونو پورته کولو اعلان کولی شي ، ولې سعودي عرب تراوسه د دغو ګامونو اخيستو اعلان نه دی کړی .

بل لور ته ايران تور لګوي چې سعودي عرب د تازه شخړې په آړ کې د شام د کشالې دپاره د کېدونکو هڅو تباه کولو کوشش کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG