د افغانستان په ختيز کې د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پاکستان قونصلګرۍ ته نزدې يو ځانمرګي بريد کې اووه امنيتي سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي .
دغه وسله وال ځانمرګی بريد نن د شورو په ورځ د ننګرهار صوبې په مرکز جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ مخې ته شوی دی ،او برېد نزدې درې ساعته پس د درې ځانمرګو بريدکوؤنکو په وژنه سرته رسېدلی دی .
د افغانستان د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي په ټويټر باندې پېغام کې بريد کې د اووه امنيتي سرتېرو د وژنې او اووه ؤ د ژوبلېدو پخلی کړ دی .
د پېښې وروستود ننګرهار د پوليسو مشر جنرال فضل احمدشېرزاد مطبوعاتو سره خبروکې ووئيل د بريد هدف د پاکستان قونصلګري وه ، خو امنيتي ځواکونو وسله وال هدف ته پرېنښودل او دمخه يې ووژل .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لومړي برید وروسته دوه بریګر د برید له ځاې سره نږدې یوخالي میلمستون ته ننوتل او له هغه ځایه یې له امنیتي ساتونکو سره جګړه پېل کړه ، او په نښته کې هغه ووژل شول .
راپورونه په جلال اباد کې د سفارتکارو د سرچينو لخوا وايي چې په دغه بريد کې پاکستاني سفارتکار ته هيڅ قسمه زيان نه دی رسېدلی .
د دغه بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې .
جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ څنګ ته د هند او ايران قونصلګرۍ، روغتون او سکول هم موقعيت لري او په سحر کې خلک دغلته د ويزو دپاره راځي ګڼه ګوڼه جوړه وي .
د پاکستان سره په پوله پرته ننګرهار صوبه کې وسله وال شتون لري او د دغه صوبې په ځينو سيمو کې داعش ډله هم موجوده ده ، او ځينو سيمو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې هم روانې وي .
حکومت ادعا کوي چې د داعش او نورو وسله والو ډلو په ضد عمليات کوي .
جلال اباد کې تازه بريد په داسې مهال شوی چې روانه اوونۍ د پاکستان، افغانستان ، امريکا او چين استازي په اسلام اباد کې رايوځايې شوي او د افغانستان د سولې د عمل د تيارۍ په اړه يې خبرې کړي دي .