لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه تښتيدلي جنگيالي افغانستان کې داعش کې شامل شوي،افغان سفير


دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال افغان سفير وويل چې داعش سيمه کې يو لويې گواښ جوړ شوى دى.
دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال افغان سفير وويل چې داعش سيمه کې يو لويې گواښ جوړ شوى دى.

پاکستان کې دافغانستان سفير جان موسي زي دعوه کړې ده چې دپاکستان قبائيلي سيمو مومند اؤ اورکزو ايجنسو څخه دپوځي عملياتو له امله تښتيدونکي جنگيالي افغانستان کې تندروه ډلې داعش کې ورگډشوي دي.

دپاکستان لخوا په باضابطه توگه دافغان سفير ددغه دعوې په اړه څه نۀ دي وئيل شوي خو له دې وړاندې دپاکستان پوځ اؤ حکومت په ډاگه کړې چې شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو ضرب عضب کې پرته له کوم امتياز څخه دتندلارو ټولو ډلې په نخښه کوي اؤ دافغانستان په ضد دخپلې خاورې دکارول کيدو اجازه نۀ ورکوي.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال افغان سفير وويل چې داعش سيمه کې يو لويې گواښ جوړ شوى دى.

موسي زي دعوه وکړه چې مومندو اؤ اورکزو کې دعملياتو له امله د٦٠ؤ څخه ٧٠ؤ فيصدو پورې په تيښته جنگيالي افغانستان کې تندروه ډلې داعش کې شامل شوي دي.

امنيتي چارواکو له دې وړاندې خبردارى ورکړى چې داعش افغانستان کې خپلې پښې مضبوطوي ، په ځانگړې توگه دافغانستان په ختيزه برخه کې چرته چې دميډيا داطلاعاتو ترمخه دغه ډلې قبائيلي مشران وژلي، دمخالفو طالب جنگيالو سره يې نښتې کړي، ځينې کورنۍ يې بنديوانې کړي اؤ په ښځو يې سختې ضابطې نافذې کړي دي.

دافغانستان بيلا بيلو برخو کې له دې وړاندې فضائي بريدونو کې دداعش جنگيالي په نخښه کړل شوي دي.

هغه وويل چې ترهه گري دپاکستان اؤ افغانستان شريک دښمن دى اؤ دافغان حکومت دا ژمنه يې تکرار کړه چې خپله خاوره به دپاکستان په ضد کارول کيدو ته نۀ ورکوي.

هغه وويل چې افغانستان دپاکستان په گډون سيمه ييزو هيوادونو کې دعدم مداخلت په تگلاره عمل کوي.

افغان سفير وويل چې کابل پاکستان سره ښو اړيکو ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې دغسې کول دپاکستان داقتصادي خوشحالۍ لپاره اهم دي.

موسي زي وويل چې کابل دپاک چين اقتصادي لارې داهميت څخه اگاه دى کوم چې به دهغه په قول دافغانستان په معيشت هم مثبته اغيزه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG