لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دجيش محمد په تابيا چليدونکې مدرسه تړل شوې،١٤ کسان گرفتار

 باور کولى شي چې دغه جومات اؤ مدرسه دکالعدم تنظيم جيش محمد په تابيا چلول کيدل اؤ جيش محمد هاغه ډله چې هندي چارواکي يې دپټهان کوټ فضائيې حمله کې ترسره شوي بريد کې ککړه بلي.
باور کولى شي چې دغه جومات اؤ مدرسه دکالعدم تنظيم جيش محمد په تابيا چلول کيدل اؤ جيش محمد هاغه ډله چې هندي چارواکي يې دپټهان کوټ فضائيې حمله کې ترسره شوي بريد کې ککړه بلي.

دپاکستان دپنجاب صوبې دپوليسو دترهه گرۍ دمخنيوي محکمې ( سي ټي ډي) دسيالکوټ په منډيکي گورايا سيمه کې ديو جومات سره پيوست مدرسه تړلې اؤ دغلته يې دکالعدم تنظيم جيش محمد ١٤ شکمن غړي نيولي دي.

دميډيا راپورونو ترمخه چارواکو وئيلي دي چې دترهه گرۍ دمخنيوي محکمې اؤ پوليسو گډه کارروائي کړې اؤ دډسکه څخه ١٤ کلو ميټره لرې په موقعيت لرونکي جومات اؤ مدرسه النور يې چاپه وهلې اؤ دا يې تړلي دي، په دغه مهال دکالعدم تنظيم جيش محمد ١٤ غړي هم نيول شوي دي خو دهغوي پيژندگلو نۀ ده په ډاگه کړل شوې.

چارواکي وائي چې ددغه چاپې په مهال دمدرسې ريکارډ اؤ نورو مواد هم قبضه کې اخستل شوي اؤ دغلته موجود کسان دپلټنو لپاره نيول شوي دي.

تيره ورځ دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله پخلى کړى ؤ چې دکالعدم تنظيم جيش محمد مشر مولانا مسعود اظهر نيول شوى ، خو له دې وړاندې دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله دمولانا مسعود اظهر دنيول کيدو پخلى نۀ ؤ کړى اؤ نۀ هم دوزيراعظم هاؤس له لوري دې لړ کې کوم بيان جاري شوى.

دوه اوونۍ دمخه دهندي پنجاب په پټهان کوټ سيمه کې دفضائيې په اډه شوې حمله کې دهندوستاني پوځ ٧ عسکر وژ ل شوي وؤ اؤ ځوابي کارروايۍ کې ٦ بريد کوونکي هم وژل شوي وؤ.

ددغه بريد څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ روانه مياشت کې ټاکل شوي دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات پخپل مينځي مشورې سره ځنډول شوي اؤ دنوي شيډول اعلان به وروستو کولى شي.

په ١٣مه جنورۍ دوزيراعظم په مشرۍ دعسکري اؤ سياسي قيادت دلوړې کچې غونډه کې دپټهان کوټ ائيربيس دحملې تحقيقاتو کې دکالعدم تنظيم جيش محمد دگڼو غړو دنيول کيدو دعوه شوې وه اؤ ددې ترڅنگ پاکستان ددغه بريد دپلټنو لپاره هند ته ديوې پلټنيزې ډلې دليږلو پريکړه هم کړې دکوم چې دهند له لوري هرکلى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG