لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې دامنيتي انديښنو له امله سکولونه تړل شوي


 دپيښور دډپټي کمشنر له لوري دجمعې په شپه ناوخته يو نوټيفيکيشن جاري شوى چې پکې دسکولونو دبند ساتلو وينا شوې وه چې له دې وروستو دخالي په ورځ طالب علمانو له رخصتي ورکړل شوه اؤ سکولونه وتړلى شول.
دپيښور دډپټي کمشنر له لوري دجمعې په شپه ناوخته يو نوټيفيکيشن جاري شوى چې پکې دسکولونو دبند ساتلو وينا شوې وه چې له دې وروستو دخالي په ورځ طالب علمانو له رخصتي ورکړل شوه اؤ سکولونه وتړلى شول.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دامنيتي انديښنو له امله سرکاري اؤ شخصي سکولونه تړل شوي چې ورسره خلکو کې ويره ترهه خوره شوې ده.

دپيښور دډپټي کمشنر له لوري دجمعې په شپه ناوخته يو نوټيفيکيشن جاري شوى چې پکې دسکولونو دبند ساتلو وينا شوې وه چې له دې وروستو دخالي په ورځ طالب علمانو له رخصتي ورکړل شوه اؤ سکولونه وتړلى شول.

دپيښور دډپټي کمشنر ددفتر څخه دتعليم دمحکمې په گډون ټولو تعليمي افسرانو ته په بيړني اساس دسکولونو دتړلو لارښوونې شوي دي.

دتعليم دمحکمې ضلعي افسر وئيلي دي چې هغوي دامنيتي انديښنو له امله يواځې دکينټ سيمه کې دسکولونو دتړلو احکامات جاري کړي وؤ خو دامنيتي انديښنو له امله چې دسکولونو دتړلو خبر څنگه دښار نورو سيمو ته ورسيدو نو هلته هم سرکاري اؤ شخصي سکولونه وتړلى شول اؤ موروپلار اؤ نور رشته داران دخپلو ماشومانو بيرته راوستو لپاره سکولونو ته ورسيدل اؤ هغوي يې بيرته راوستل.

په ډاگه دې وي چې دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغه پيښې په تناظر کې نن پيښور دسکولونو دتړل کيدو سره خلکو کې زياته ويره ترهه خوره شوې .

دپيښور دسکول دسانحې څخه وروستو ټول پاکستان کې دسکولونو دتحفظ لپاره گامونه اخستل شوي اؤ دهر سکول څخه بهر يو ساتونکى ساتل ضروري گرځول شوي دي، دسکولونو په ديوالونو خاردار تارونه اؤ سي سي ټي وي کيمرې لگول هم ضروري گرځول شوي خو تر دې مهاله ټول هيواد کې په دغو احکاماتو په مکمله توگه عمل درامد نۀ دى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG