لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان دې د سولې د خبرو مېز ته راشي، صلاح الدين رباني


غونډه کې د پاکستان استازيتوب د بهرنو چارو سيکرټري اعزازچوهدري او د امريکا او چين لخوا د افغانستان دپاره ځانګړي استازي ګډون کوي .

افغانستان کې د سولې عمل د خبرو دپاره د تيارۍ په لړ کې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين د استازو دويمه مهمه غونډه نن په کابل کې پېل شوې ده .

د غونډې پرانسته د افغانستان د بهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني کړې ، غونډه کې د پاکستان استازيتوب د بهرنو چارو سيکرټري اعزازچوهدري او د امريکا او چين لخوا د افغانستان دپاره ځانګړي استازي ګډون کوي .

صلاح الدين رباني پرانستې غونډې ته په خپله وينا کې تېره اوونۍ اسلام اباد کې د څلورو واړو ملکونو د غونډې په کوربه توب د مننې سره ننۍ غونډه د اسلام اباد د غونډې نتيجه وګرځوله .

رباني خپله وينا کې د افغانانو افغانستان د حکومت په استازيتوب په طالبانو غږ وکړو چې د خبرو د لارې زمونږ د سولې غوښتنه ومني او د خبرو مېز ته راشي، خپلې ټولې ستونزې د خبرو او سياسي لارو هوارې کړي او د افغانانو د تل پاتې هيله پوره کړي .

نوموړي د ترهګرۍ په ضد مبارزې او د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د مشرانو د ژمنو مننه وکړه او ويې وئيل افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی او دا ځکه چې د ښاغلي رباني په وینا د دې هیواد خلک خپله هم د ترهګرۍ سره مخ دي .

صلاح الدين رباني ووئيل که څه هم د سولې د عمل په ترڅ کې امن ته رسېدل اوږد عمل دی خو نوموړي زياته کړه افغانان د سولې د عمل زر پېل کېدو ته سترګې په لار دي .

ښاغلي رباني ووئیل څنګه چې تل پاتې سولې ته د رسیدلو په برخه کې صبر او زغم ته اړتیا لري، باید دا هم په پام کې وساتل شي چې افغانان به په هغه عمل چې سر يې نه وي معلوم او ښکاره نتيجې ونه لري دويې به پرې باور ونه کړي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې د عمل په برخه کې د افغانستان د اساسي قانون د ارزښتونو خوندیتوب او په تیرو ۱۴ کلونو کې د افغانانو لاس ته راوړونو په لاس کې ساتلو باندې زور راوړو او هيله يې څرګند کړه ، هغه ډلې چې خبرو ته نه دي تيارې دغه څلور اړخيزه غونډه به يې د مقابلې دپاره لازمې لارې ولټوي .

صلاح الدین رباني هیله وښوده چې په کابل کې د نن ورځې څلوراړخیزه غونډه به د افغان حکومت او طالبانو له ډلو سره زر د مخامخ خبرو لپاره لاره پرانزي .

ښاغلي رباني ووئیل هیله لرم دغه بحثونه د سولې په برخه کې د نتيجو په ترلاسه کولو کې د يو چوکاټ جوړولوسبب شي او نورو مسلو ترڅنګ د سولې په عمل کې ټولې ستونزې له منځه يوسي .

د روانې مياشتې په ۱۱م نېټه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د افغان حکومت د طالبانو سره د سولې دخبرو دپاره د تيارۍ غونډه شوې وه ، چې پکې ننۍ غونډه کې ګډون والو استازو ګډون کړی وو .

د پاکستان په کوربه توب تېر کال د جولائۍ په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په لمړي ځل نېغ په نېغه خبرې شوې وې او په دويم ځل ټاکل شوې خبرې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر راتلو نه پس وځنډول شوې .

افغانستان، پاکستان، امريکا او چين هڅه کوي چې طالبانو سره بيرته د سولې خبرې پېل شي او هم په دغه لړکې دا غونډې روانې شوي دي .

XS
SM
MD
LG