لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي: خاصه دار ځواکونو باندې چاؤدنه کې۱۰ کسان وژل شوي


دغه چاؤدنه نن د نهې په ورځ د پېښور کارخانو مارکيټ سره نزدې د چيک پوسټ نه  جمرود اړخ ته شوې او خاصه دار ځواک پکې په نخښه شوی دی  .
دغه چاؤدنه نن د نهې په ورځ د پېښور کارخانو مارکيټ سره نزدې د چيک پوسټ نه  جمرود اړخ ته شوې او خاصه دار ځواک پکې په نخښه شوی دی  .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې سر ښار پېښور سره جوختې پرتې قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ کې د خاصه دار ځواک يو ګاډي باندې چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې لږ ترلږه ۱۰کسان وژل شوي او د ۲۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

دغه چاؤدنه نن د نهې په ورځ د پېښور کارخانو مارکيټ سره نزدې د چيک پوسټ نه جمرود اړخ ته شوې او خاصه دار ځواک پکې په نخښه شوی دی .

د تحريک طالبان پاکستان لښکراسلام نومې تنظيم د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې ده .

د خېبرايجنسۍ د پوليټيکل چارواکو ترمخه دا ځانمرګی بريد دی او د خاصه دار ځواک د مرستيال لائن افسر نواب شاه ګاډی پکې په داسې مهال په هدف شوی ، چې خاصه دار په دغه ځايې د ګشت په ډيوټۍ مامور وو .

چارواکو وئيلي بريد کې په وژل شوؤ کسانو کې مرستيال لائن افسر نواب شاه او د قبائيلي خبريالانو د اتحاديې پخوانی مشر محبوب شاه ه مشامل دي . راپورونه وايي په نورو وژل شوؤ کې هم زياتره خاصه دار دي .

د خېبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شهاب علي شاه پېښه کې د ۱۰ کسانو د وژنې پخلی کړی دی . نوموړي وئيلي د چاؤدنې علت لا نه دی څرګند ، خو دا ځانمرګی بريد معلوميږي .

پېښه کې ژوبل کسان د پېښور حيات اباد مېډيکل کمپليکس ته راوړل شوي او د روغتون چارواکو وئيلي په ژوبلو کې د پينځه ؤ روغتيايي حالت مرګونی دی .

د چاؤدنې نه پس امنيتي ځواکونه د پېښې ځايې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده .

د قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ يوه پوله د پېښور او بله د افغانستان سره لګېدلې ده .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو په ضد پوځي عمليات پېل کړی شوي وو او وروستو دغه عمليات د خېبرايجنسۍ پورې وغزول شو .

چارواکي وايي د خېبرايجنسۍ زياتره علاقې يې د وسله والو څخه پاکې کړي ولې اوس هم د افغانستان پولې سره نزدې د تېراه په لرې پرتو علاقو کې عمليات دوام لري .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG