د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف افغان قيادت اؤ افغانستان کې د نيټو ځواکونو کمانډر ته ټيليفون کړى اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې تيره ورځ باچاخان يونيورسټۍ باندې شوې حمله کې د ککړو ترهه ګرو نيولو کې د مرستې خواست يې ورته کړى دی .
د پاکستاني پوځ د وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان صدر اشرف غني، ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله اؤ افغانستان کې د نيټو کمانډر جنرل جان کيمپبل ته ټيليفون کړى اؤ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ د شوې حملې دتفصيلاتو څخه يې هغوي خبر کړي دي .
د پوځي وياند ترمخه دپوځ سرلښکر په يونيورسټۍ حمله کې د ککړو عناصرو لټولو اؤ د هغوي په نخښه کولو کې دمرستې خواست کړى دى .
په خپل ټوئټر اکاؤنټ عاصم باجوه وئيلي دي چې د چارسدې د ترهه ګريز بريد تر دې مهاله دشوؤ پلټنو ترمخه دغه بريد افغانستان کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان ديو کارکوونکي لخوا کنټرول کيدو .
د افغانستان له لوري د پاکستاني پوځ د دغه دعوې په اړه تر دې مهاله کوم غبرګون مخې ته نۀ دى راغلى خو په تيرو وختونو کې افغان چارواکو په ډاګه کړې چې خپله خاوره به د پاکستان په ګډون د کوم هيواد په ضد کارول کيدو ته نۀ پريږدي .
تيره ورځ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې خواؤشا ٢٥ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وو .
له دې وړاندې د پاکستان د خارجه وزارت يو وياند وئيلي دي چې په يونيورسټۍ دشوې حملې پلټنې روانې دي اؤ ډير زر به مکمل کړل شي .
هغه وئيلي وؤ چې حمله کې د ککړو کسانو اؤ د هغوي دسهولت کارو په ضد به دپلټنو دمکمليدو څخه وروستو ګامونه اخستل کيږي.
تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي وؤ چې امنيتي ځواکونو د هاغو ترهه ګرو په پيژندګلو کې مهم پرمختګ کړى کومو چې په باچاخان يونيورسټۍ حمله کړې وه.
هغه وئيلي وؤ چې دترهه ګرو د ګوتو نشانونه نيشنل ډيټابيس ريجسټريشن اتهارټۍ( نادرا) سره شريک کړل شوي دي .