په داسې حال کې چې وئيل کيږي د امريکې او ايران په اړيکو ښه کېدو د امريکې اتحادي سعودي عرب د بې وفايۍ شک کوي ، د خالي په ورځ د امريکې خارجه وزير جان کېري د سعودي او نورو خليجي مشرانو سره په ليدو کې د دغه خيال د منځه تلو کومه اشاره نه ده مېلاؤ شوې .
رياض سره دغه ليدنې په داسې حال کې شوي چې ايران سره د امريکې ځيني هلې ځلې شوي دي ، چې پکې د ايران لخوا د ۱۰م امريکايي سېلرز يا سمندري ځواک عسکر د نيولو نه پس زر بيرته پرېښودل او د ايران د جېل نه د څلورو امريکايانو خوشي کېدل شامل دي .
د دغه پرمختګ باوجود د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر وئيلي " زه نه ګڼم چې امريکا او ايران يو بل ته ډېر نزدې شوي دي " .
الجبېر دغه خبره د خالي په ورځ د کېري سره يوې ګډې خبري غونډې ته د وينا په مهال کړې ده .
د هغه په وينا " زه نه ګڼم چې امريکا په دې غلط فهمۍ کې ده چې ايران کوم ډول ملک دی " .
که څه هم د جوهري تړون عملي کېدو په نتيجه کې ايران باندې لګېدلي بندېزونه پورته کړی شوي، ولې د بشري حقونو د سرغړونې او ترهګرو ډلود ملاتړۍ سره د نورو هلو ځلو په سر اوس هم د امريکا لخوا په ايران بندېزونه په ځاې دي .
او د جوهري تړون عملي کېدو نه سمدست وروستو د ايران په بيليسټک ميزائيل پروګرام باندې امريکا نوي بندوېزونه لګولي دي .
خو وئيل کيږي چې د جوهري تړون په ترڅ کې د ايران نه د پورته کړی شوؤ بندېزونو په نتيجه کې د امريکايي اندازو ترمخه ايران لږترلږه ۵۵ اربه ډالره منجمد اثاثو ته رسايي ترلاسه کولی شي، د کوم په له کبله چې ايران مظبوط کېدی شي .
څيړونکي وايي ايرانيان هيله مند دي چې هغويې نړيواله ورورولۍ ته بيرته راځي په سيمه او نړۍ کې د هغويې غوره کردار منل کيږي په خصوصي توګه د امريکا او يورپ لخوا نه .
او په دغسې کېدو سعودي عرب د خفګان څرګندونه کوي ځکه چې هغه په ايران يقين نه لري .
سي اېن اېن ته په ورکړې يوه مرکه کې د ايران خارجه وزير جوادظريف هم د دغه ډول جذباتو څرګندونه کړې وه .
هغه وئيلي ؤ ايران او سعودي عرب په سيمه کې دوه مهم ملکونه دي او دواړه يو بل برداشت کولی شي .
ولې نوموړي دا هم وئيلي ؤ چې د بده مرغه سعودي عرب د دې غلط فهمۍ سره مخ دی چې د خپلو مغربي اتحاديانوپه ملاتړۍ کې ايران د سيمې نه بهر ويستلی شي .
سعودي عرب په سيمه کې د سُني ابادۍ غټ ملک دی او ايران د شيعه ابادۍ ، د دواړو ملکونو په وروستيو کې اړيکې د هغې نه پس ترينګلې شوې چې په سعودي عرب کې شيعه عالم شېخ نمرالنمر په دار وځړول وشو ، او بيا په تهران کې مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارتخانه وروختل . او د هغې نه پس سعودي عرب ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړې .