لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان، صوماليه اؤ شمالي کوريا ترټولو بدعنوانه هيوادونه دي،راپور


 ټرانسپرنسي انټرنيشنل خپل يو تازه راپور جاري کړى ، کوم چې ددغه ډلې په قول ټوله نړۍ کې په سرکاري کچه دبدعنوانۍ دتاثر په اړه په ماهرانه رايې مشتمل دى.
ټرانسپرنسي انټرنيشنل خپل يو تازه راپور جاري کړى ، کوم چې ددغه ډلې په قول ټوله نړۍ کې په سرکاري کچه دبدعنوانۍ دتاثر په اړه په ماهرانه رايې مشتمل دى.

په بدعنوانۍ اؤ شفافيت نظر ساتونکي يو بين المللي تنظيم پخپل تازه راپور کې افغانستان، صوماليه اؤ شمالي کوريا تر ټولو بدعنوانه هيوادونه ګرځولي دي.

ټرانسپرنسي انټرنيشنل خپل يو تازه راپور جاري کړى ، کوم چې ددغه ډلې په قول ټوله نړۍ کې په سرکاري کچه دبدعنوانۍ دتاثر په اړه په ماهرانه رايې مشتمل دى.

دې راپور کې تر ټولو کمې نمبرې دبدعنوانۍ انتها په ډاګه کوي اؤ ددې ترمخه صوماليه اؤ شمالي کوريا ٨م نمبر ترلاسه کړى اؤ دافغانستان نمبر ١١م دى.

يو هيواد هم ١٠٠ نمبر نۀ دى ترلاسه کړى کوم چې دبدعنوانۍ څخه دپاکوالي کچه ده، خو ځينې هيوادونه دغه نمبر ته ورنزدې شوي ضرور دي چې پکې ډنمارک په ٩١ اؤ فن لينډ اؤ سويډن، په ٩٠،٩٠ نمبر دي.

دټرانسپرنسي انټرنيشنل ترمخه دنړۍ دشپږ اربه ابادۍ اکثريت هاغو هيوادونو کې اوسيږي چرته چې بدعنواني يوه سخته ستونزه ده.

دټرانسپرنسي انټرنيشنل دغه اوسني راپور کې وئيل شوي دي چې پاکستان پينځوؤ سارک هيوادونو کې هغه يواځينى هيواد دى چې دکرپشن پرسيپشنز انډيکس( سي پي ائي) سکور کې يې ښه والى راغلى.

دتنظيم مشر هوشى اوغاژ وائي راپور په ډاګه کوي چې بدعنواني اوس هم ټوله نړۍ کې يو بد داغ دى.

هغه وويل خو ٢٠١٥م داسې کال پاتې شو چې پکې خلک دبدعنوانۍ په ضد سړکونو ته راوتلي، ټوله نړۍ کې خلکو اقتدار کې ناستو خلکو ته کلک پيغام ورکړى-دا دبدې بدعنوانۍ دمقابلې وخت دى.

دټرانسپرنسي انټرنيشنل راپور کې عراق ته ١٦ اؤ شام ته ١٨ نمبر ورکړل شوي، دسيمې نورو هيومادونو کې ليبيا په ١٦م ننمبر ده اؤ اردن ته ٥٣ اؤ سعودي دلږ ښه والي سره په ٥٢ نمبر دى، دغلته ښځو ته سياست کې دبرخې ورکولو داجازې په ګډون يو شمير اصلاحات په نظر راغلي.

اروپا کې ټرانسپرنسي انټرنيشنل بيلا بيلو هيوادونو کې په اولسي وګړو اؤ دازادۍ په اظهار په لګيدونکو بنديزونو انديښنه څرګنده کړې اؤ وئيلي يې دي چې اذربائيجان، قازقستان، روس اؤ ازبکستان دې فهرست کې ډيرې کمې نمبرې ترلاسه کړي دي.

ايشياء کې جاپان د٧٥ نمبرو سره کم بدعنوانه هيواد دى اؤ فهرست کې چې چين ٣٧ ، فلپائن ٣٥ اؤ کمبوډيا اؤ ميانمار ٢١،٢١ نمبرې ترلاسه کړي.

دراپور ترمخه که ټول هيوادونه په ګډه سره هڅې وکړي نو کرپشن کې تر ډيره حده کمى راتللى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG