لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش ملا ماته کړی شوې ده، پېنټاګان


د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا په داعش د فشار زياتولو په موخه فضايي عمليات دوام لري ،
د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا په داعش د فشار زياتولو په موخه فضايي عمليات دوام لري ،

په عراق او شام کې د داعش ډلې خپل سره خلافت سرحدونه بائيلي ، او د دې خبرې امکان دی چې د امريکې او اتحاد په ملاتړ ځواکونو ته به موصل او رقه ښارونوکې د دغه ترهګرې ډلې د محفوظو ځالو په ختمولو کې څو مياشتې وخت ولګي .

د امريکا په مشرۍ د ((اپرېشن انهېرنټ رِزالو، (او ائي ار)) د نوؤ اندازو ترمخه د داعش جنګيالو په عراق کې د خپلې ولقې لاندې ۴۰فيصده علاقه د لاسه ورکړې ده، او په شام کې ترې پينځه فيصده علاقه اخستل شوې ده .

د (او ائي ار) وياند کرنل اسټيو وارن په عراق کې د داعش په اړه د بُغداد نه په پېنټاګان کې خبريالانو ته وئيلي ، "مونږ د فرات او دجله درياب په واديانو کې جنګي محاذونه معلوم کړي دي ولې تراوسه پورې کوم د قدر وړ جنګي ګامونه نه دي پورته کړی شوي " .

د شام په اړه وارن وئيلي د داعش جنګيالو د ملک په شمال لويديځ کې خپل سره (مره) په علاقه کې په محدود ډول د حملو سلسله دوامداره ساتلې چې په نتيجه کې يې هغويې په حلب کې د حکومت د پوځ په ضد لږ پرمختګ کړی دی .

د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا په داعش د فشار زياتولو په موخه فضايي عمليات دوام لري ، په عراق کې دغه حملې زياتره د رمادي او موصل ښار سره خواؤشا سيمو کې ترسره کيږي او په شام کې د ترهګرې ډلې خپل سره ګرځول شوې پلازمينه رقه په نښه کول کيږي .

په داسې حال کې چې تېره مياشت عراقي ځواکونو د داعش د وسله والو نه رمادي ښار نيولی دی، د دې خبرې امکانات زيات شوي چې اوس د موصل نمبر دی چرته چې د ښار په شمال کې کُردپېشمرګه جنګيالو ګېرا اچولې ده او د عراق ځواکونو د جنوب لخوا جنګ پېل کړی دی .

د دې باوجود کرنل وارن خبرداری ورکړی چې په موصل باندې حمله امکان نه لري .

د هغه په وينا " دا وخت څوک هم دا ادعا نه شي کولی چې وشوه او مونږ بيرته ستنېږو ، څو مياشتې به نورې لګي او د هغې وروستو به مونږ په موصل کې اصل عمليات پېل کوؤ " .

د پېنټاګان د يوې اندازې ترمخه د داعش نه د موصل ښار اخستو دپاره به د دوه زره نه تر درېو زرو پورې په پوځ مشتمل ۱۰ بريګېډو (دستو) ته ضرورت وي ، په دويې کې به دوه د کُرد پېشمرګه لخوا مخ په وړاندې ځي او څو نورې به د رمادي اخستو دپاره د پوځ په بيرته ستنېدو موجود وي .

ولې نور پوځونه به بيا د سر نه جوړولی شي د کوم د روزنې دپاره به چې خواؤشا اته اوونۍ وخت پکار وي او د هغې وروستو به دغه پوځ حملو کولو ته تيار وي .

د موصل په نيولو کې اوږد وخت لګېدی شي او د امريکا د پوځ چارواکو د دې خبرې سپارښتنه کړې ده چې کوم بريګېډ د رمادي په نيولو کې په کار راغلی هغه به نور تربيه کولی شي ځکه چې سخته جګړه متوقع ده .

د دې ترڅنګ امريکايي چارواکو وئيلي دي چې د تُندروه ډلې داعش په قوت د کلک ګوزار کولو دپاره په ځانګړي ډول د رقه نه چاپېره علاقو کې د ترهګرې ډلې د تېلو تنصياب دې په نښه کړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG