لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران افغان کډوال جګړې لپاره شام ته ليږي


The crowd fills Pennsylvania Avenue during the "March for Our Lives" rally in support of gun control, Saturday, March 24, 2018, in Washington. (AP Photo/Alex Brandon)
The crowd fills Pennsylvania Avenue during the "March for Our Lives" rally in support of gun control, Saturday, March 24, 2018, in Washington. (AP Photo/Alex Brandon)

دايران اؤ افغانستان سرچينو وائس اف امريکا ته وئيلي دي د کوائفو اؤ ضروري دستاويزاتو څخه پرته ايران کې موجود په زرګونو افغان کډوال جګړې لپاره شام ته ليږل کيږي.

دا افغانان شام ته ځکه ليږل کيږي ترڅو هغوي دايراني ځواکونو اؤ حزب الله دجنګيالو سره په ګډه دصدر بشارالاسد په ملاتړ مخالفينو سره وجنګيږي.

وئيل کيږي ايران څخه په زرګونو افغان مهاجرين شام ته تللي اؤ لويديزو سرچينو دهغوي شميره د١٠ؤ زرو څخه١٢ؤ زرو پورې ښودلې ده.

دبشري حقونو يو تنظيم هيومن رائټس واچ دجمعې په ورځ خپل يو راپور کې وئيلي ځينې افغانان دهغوي دخواهش برعکس شام ته ليږل شوي خو ايران وائي چې افغانان په رضاکارانه توګه شام ته روان دي.

ايراني ځواک پاسداران انقلاب، څوک چې دبشارالاسد په ملاتړ جنګيږي، په دې ژمنه افغانان بهرتي کړي چې هغوي ته به دايران شهريت اؤ دهغوي کورنو ته به دژوند دغوره معيار اسانتياوې ورکولى شي.

دهيومن رائټس واچ يو چارواکي پيټر بوکيرټ وئيلي دي ايران دشام جګړه کې ګډون لپاره افغان کډوالو ته نۀ يواځې دا چې مراعات وړاندې کړي بلکې ورته يې خبردارى ورکړى چې که چرې هغوي دغسې ونۀ کړل نو افغانستان ته به بيرته وليږل شي.

ديونيورسټي اف ميري لينډ يو محقق اؤ بلاګر فلپ سمتهـ وائي افغان جنګيالو ته دڅلورو سوؤ څخه تر شپږو سپوؤ پورې ډالرې ادا کولى شي.

فلپ وائي ځينې افغان مهاجرين دايران دجيلونو څخه راويستل شوي اؤ شام ته جګړې لپاره ليږل شوي دي.

شام کې ياغي کمانډران وائي ټول هيواد کې دافغان جنګيالو سره مخ دي.

ددمشقختيز کې دحزب مخالف ديو مرکزي ځواک ارمي اف اسلام وياند اسلام عليوش وئيلي دي دتيرو وختونو په پرتله دافغانانو موجودګي ډيره زياته ده.

دايراني ميډيا ترمخه دايران دالقدس فورس کمانډر ميجر جنرل قاسم سليماني شام کې دافغان بريګيډ دوره کړې اؤ دغلته يې ځينې عکسونه هم جوړ کړي.

محقق فلپ سمتهـ وائي افغانانو ته لبنان کې دموجود حزب الله په تابيا تربيتي مرکزونو کې تربيت ورکړل شوى اؤ اوس هغوي دحزب الله دجنګيالو سره په ګډه شام کې جنګيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG