نن د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې په باچا خان پوهنتون کې د اعلی سطحې په يوه غونډه کې پرېکړه شوې چې پوهنتون به تر هغه وخت پورې تړلی وي چې څو پورې يې د امنيت په لړ کې کلک ګامونه نه وي پورته کړی شوي .
د پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فضل الرحيم مروت وئيلي چي د امنيت د جاج اخستو ورستو به د پوهنتون د بيا پرانستې پريکړه کوي .
فضل الرحيم مروت زياته کړې چې په بريد کې هاسټل او نورو ودانيو ته د اوختي زيان په بيا رغونه او د سي سي ټي وي کيمرو او په نورو انتظاماتو باندې هم کار روان دی .
په باچاخان پوهنتون کې نن د ګل په ورځ د پبلک سېکټر يونيورسټيانو ايډمن فيډريشن (د پوهنتونونو اتحاديې ) مشر محمد الياس ډيوه ريډيوسره خبرو کې وويل چې دوې په ګډه د حکومتي کميټۍ لخوا هغه رپورټ ردوي چې په کوم کې چې د وايس چانسلر د خپلې چوکۍ نه لرې کولو سپارښتنه شوې ده .
الياس زياته کړه چي د پوهنتون امنيت ټينګ ساتل د رياست زمه واري ده . دويې وئيلي که چرته په دغه تور وايس چانسلر لرې کړی شو نو دويې به د دغه ګام په ضد په احتجاج لاس پورې کړي .
باچاخان پوهنتون کې د يونيورسټيانو د اتحاديې دغه غونډه په داسې مهال شوې چې په ۲۰م جنورۍ پوهنتون باندې د شوي بريد د پلټنو دپاره د صوبې حکومت يوه کميټي جوړه کړې او کمېټې په دغه لړ کې خپل وړاندې کړی دی .
په دغه کميټۍ کې چې د پېښورکمشنر په ګډون درې لوړ پوړي چارواکي شامل وو ، دويې په خپل جوړ کړي رپورټ کې سپارښتنه کړې وه چې د امنيت ټينګ نه ساتلو په عفلت دې وايس چانسلر او د پوهنتون سيکيورټي انچارج د خپلوچوکو څخه لرې کړی شي .
په باچا خان پوهنتون په ۲۰ جنورۍ باندې ترهګريز بريد شوی ؤ چې په نتيجه کې يې د ۲۱ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .
د بريد زمه وارې د تحريک طالبان پاکستان دره ادم خيل ډلې منلې وه .