لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دپي ائي اى د کارکوؤنکو د احتجاج په مهال ډزو کې دوه تنه مړه


د پي ائي اى احتجاج کوونکي کارکوؤنکي چې کله د مرکزي دفتر څخه دائيرپورټ په لوري روان شول نو کارګو ګيټ ته په رسيدو دپوليسو لخوا په هغو اوبه وشيندل شوې
د پي ائي اى احتجاج کوونکي کارکوؤنکي چې کله د مرکزي دفتر څخه دائيرپورټ په لوري روان شول نو کارګو ګيټ ته په رسيدو دپوليسو لخوا په هغو اوبه وشيندل شوې

د پاکستان د کراچۍ ښار په جناح انټرنيشنل ائيرپورټ دپي ائي اى په احتجاج کوونکو ملازمانو د پوليسو اؤ رينجرز لخوا کوتکمارۍ اؤ شيلنګ شوی او په دغه مهال ډزو کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان انټرنيشنل ائرلا ئنز پۀ ټولو تنظيمونو مشتملې جوائنټ ايکشن کميټۍ مشر کپټن سهېل بلوچ وئيلي دوه احتجاجي کارکوؤنکي يې په ډزو وژل شوي دي .

تيره ورځ دپ اکستان انټرنيشنل ائرلا ئنز پۀ ټولو تنظيمونو مشتملې جوائنټ ايکشن کميټۍ د ادارې دنجکارۍ (شخصي کمپنۍ جوړولو) په ضد داحتجاج په توګه دفلائټ اپريشن دځنډولو اعلان کړى ؤ اؤ داسلام اباد، کراچۍ، لاهور اؤ پيښور پشمول ټول هيواد کې قانون نافذونکو ادارو دکومې ممکنه بدې پيښې دمخنيوي لپاره انتظامات يوه شپه دمخه کړي وؤ.

دميډيا راپورونه وائي د پي ائي اى احتجاج کوونکي کارکوؤنکي چې کله د مرکزي دفتر څخه دائيرپورټ په لوري روان شول نو کارګو ګيټ ته په رسيدو دپوليسو لخوا په هغو اوبه وشيندل شوې اؤ داوبو دفشار له لارې د ملازمانو دپشا کولو هڅه وشوه.

کله چې دپي ائى اى په احتجاج بوختو ملازمانو دجناح ټرمينل په لوري پرمختګ وکړو نو په ضد يې د اوښکو بهيونکى ګيس استعمال کړى شو، پوليسو اؤ رينجرز مظاهرينو ته ائيرپورټ ته دتللو اجازه ورنۀ کړه خو مظاهرينو دجناح ټرمينل ددروازې دپرانستو هڅه وکړه چې په دې دپوليسو لخوا کوتکماري وشوه اؤ مظاهرينو هم په دغو عسکرو کاڼي وورول.

داوښکو بهيونکي ګيس دګولې په لګيدو ګڼ کسان ژوبل شول ، راپورونه وائي چې احتجاج کې شاملې ښځې هم ژوبل شوي دي، دامنيتي ځواکونو لخوا دمظاهرينو دمخې نيولو لپاره دربړ ګولۍ هم چلول شوي دي.

دربړ په ګولۍ زخمي شوي ١٦ کسان هسپتالونو ته وړل شوي چې پکې اووۀ کسان جناح هسپتال، پينځه شخصي هسپتال اغا خان اؤ څلور لياقت نيشنل ته وړل شوي دي.

امنيتي ځواکونو دجوائنټ ايکشن کميټۍ ګڼ مشران هم نيولي دي.

د کراچۍ يو پوليس مشر کامران افضل ميډيا ته وئيلي دي ګولۍ هغوي نۀ دي چلولي اؤ ددې ترڅنګ يې وئيلي دي چې دميډيا په استازو دتشدد پلټنې به هم کوي.

بل لوري ته درينجرز ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې درينجرز عسکرو په جناح ټرمنل دشوي احتجاج په مهال ډزې نۀ دي کړي.

پيښور اؤ ملتان کې هم ملازمانو احتجاج کړى دى.

دپاکستان انټرنيشنل ائيرلائنز وياند دانيال ګيلاني وئيلي دي معامله دخبرو اترو له لارې هوارول پکار دي اؤ دړکه يې کړې ده چې دکار نۀ کوونکو اؤ قانون پخپل لاس کې داخستونکو په ضد به سخت ګامونه اخستل کيږي.

دانيال ګيلاني وئيلي دي دپي ائي اى الوتنې دشيډول مطابق روانې دي اؤ په ټولو ائيرپورټونو فلا ئټ اپريشن دمعمول مطابق دى.

دپي ائي اى دملازمانو جوائنټ ايکشن کميټۍ نن سحر اووۀ بجې دفلا ئټ اپريشن دځنډولو اعلان کړى ؤ خو دپاکستان دقومي ائيرلا ئن ټولې الوتنې دمعمول مطابق وې.

دپاکستان حکومت دګل دماښام څخه اداره کې لازمي سروسز ايکټ نافذ کړى دکوم لاندې چې ټول يونينز غير موثره شوي وؤ اؤ دملازمانو دهړتال کولو حق ځنډول شوى ؤ.

دحکومت لخوا وئيل شوي دايکټ دخلاف ورزۍ صورت کې به هر هړتال کوونکى ملازم دسزا په توګه دنوکرۍ څخه ويستل کيږي.

دپاکستان حکومت بين المللي مالياتي فنډ سره وعده کړې چې پرله پسې دخسارې له امله به پي ائي اى يوه شخصي کمپنۍ کې بدلوي ، اوس چې حکومت په دې فيصله عمل درامد پيل کړى نو دملازمانو له لوري ددې په ضد ردعمل مخې ته راغلى اؤ دړکه يې کړې دغه احتجاج به تر هاغه وخته دوامداره ساتي ترڅو چې حکومت خپله فيصله واپس نۀ وي اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG