لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: کوئټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائيټډته ماتې ورکړه


دغه ټورنامنټ په څلورمه فرورۍ پېل شو او تر ۲۳ فرورۍ پورې به روان وي .
دغه ټورنامنټ په څلورمه فرورۍ پېل شو او تر ۲۳ فرورۍ پورې به روان وي .

د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) په لمړي مېچ کې د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم اسلام اباد يونائيټډ ته په اته وکټو ماتې ورکړه ، دا د سُپرليګ لمړی مېچ ؤ .

په دوبۍ کې د پي اېس اېل د لمړي مېچ ټاس د کوئټه ګلېډي اېټرز ګټلی او بيټنګ يې اسلام اباد يونائيټډ ته ورکړی ؤ .

د اسلام اباد يونائيټډ ټيم په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په اووه وکټو ۱۲۸ رنزونه جوړ کړل ، د اسلام اباد په ټيم کې تر ټولو زيات ۴۱ رنزونه کپتان مصباح الحق او ۳۵ ای ډي رسل جوړ کړل .

د کوئټه ګلېډي اېټرز لخوا محمدنواز څلور، انورعلي، ذوالفقاربابر او عمرګل يو يو وکټ واخستو .

د ګلېډي اېټرز ټيم د دوه لوبغاړو په اؤټ کېدو ټاکلی هدف په ۱۶اوورو کې پوره کړو ، رائټ د څلورو چهکو او ۱۱ چوکو په مرسته ۸۶ رنزونه او محمدنواز ۲۲ رنزونه جوړ کړل ، او په اسانۍ سره يې مېچ وګټلو .

د اسلام اباد يونائيټډ لخوا يواځې انورعلي او ذوالفقاربابر په يو يو وکټ اخستو کې کامياب شو .

د مېچ غوره لوبغاړی محمدنواز وګرځول شو .

د مېچ پېل کېدو نه وړاندې د پي اېس اېل د پرانستې خوندوره دستوره وشوه ، چې پکې ليګ کې د برخه اخستونکو پينځه ؤ ټيمونو مالکانو او لوبغاړو ګډون وکړو .

پي اېس اېل کې د پاکستان پينځه ټيمونه، پېښور زلمي، کوئټه ګلېډې اېټرز، اسلام اباد يونائيټډ، کراچۍ کنګز او لاهور قلندر برخه اخلي .

په دغو ټيمونو کې د پاکستان نه علاوه ۳۰ بهرملکي لوبغاړي هم برخه اخلي، چې پکې د انګلېنډ، اسټريليا، ويسټ انډيز، بنګله دېش، افغانستان، زمبابوی او سري لنکا لوبغاړي شامل دي .

دغه ټورنامنټ په څلورمه فرورۍ پېل شو او تر ۲۳ فرورۍ پورې به روان وي .

د پې اېس اېل ټول ۲۴ مېچونه به د متحده عرب اماراتو په دوبۍ او شارجه مېدانونو کې کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG