لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ائي اې کارکوونکو د کاربنديز ختمولو اعلان کړی


د پي ائي اې کارکوونکو اته ورځې وړاندې د حکومت له خوا د دغه ادارې د شخصي کولو يا خرڅولو پرضد احتجاج پېل کړی ؤ ۔
د پي ائي اې کارکوونکو اته ورځې وړاندې د حکومت له خوا د دغه ادارې د شخصي کولو يا خرڅولو پرضد احتجاج پېل کړی ؤ ۔

د پي ائي اې مشترکه کمېټۍ د دغه قامي شرکت (پي ائي اې) د خرڅولو پرضد روان احتجاج ختمولو اعلان کړی او وئيلي ئې دي چې يو حکومتي استازي ورته د دوي د غوښتنو پوره کولو باور ورکړی ځکه دوي د احتجاج او کاربنديز ختمولو اعلان کوي .

د پي ائي اې د کارکوونکو له خوا حکومت سره د خبرو لپاره جوړې ګډې کمېټۍ مشر کېپټن سهېل بلوچ نن د نهې په ماښام په کراچۍ کې د پي ائي اې د مرکزي دفتر مخې ته رسنيو سره خبرو کې دغه اعلان وکړو چې دوي کاربنديز ختموي .

نوموړي ووئيل چې هغوي ته يو حکومتي استازي د دوي د غوښتنو منلو باور ورکړی او په دغه لړ کې دوي د خبرو لپاره لاهور ته ځي او هلته به د پنجاب اعلی وزير شهبازشريف سره ليده کاته کوي.

کېپټن سهېل بلوچ په خپلو خبرو کې زياته کړۀ چې که د دوي غوښتنې ونه منل شوې نو يو وارې بيا به په احتجاج او کاربنديز باندې لاس پورې کوي او دوي ته دغه لارې ازادې دي.

د پي ائي اې کارکوونکو اته ورځې وړاندې د حکومت له خوا د دغه ادارې د شخصي کولو يا خرڅولو پرضد احتجاج پېل کړی او په کراچۍ کې ئې د کارکوونکو يوې احتجاجي مظاهرې پرمهال ډزې شوې وې چې پکې دوه کسان وژل شوي وو۔

د دغه پېښې نه پس د پي ائي اې کارکوونکو په ملک کې دننه او بهر تلونکي جازونه ودرولي وو او کاربنديز ئې پېل کړی وو .

د پي ائي اې د وياند دانيال ګيلاني ترمخه د دغه کاربنديز له کبله په ملک کې دننه او د ملک نه بهر تلونکي او راتلونکي د شپږسوو نه زيات پروازونه منسوخ شوي او ادارې ته د دوه نيم اربه روپو نه زيات تاوان اوړېدلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG