لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي سينيټ دشمالي کوريا په ضد دسختو بنديزونو منظوري ورکړې


 دامريکا لخوا دلګول شوؤ بنديزونو اطلاق به په هاغو کسانو هم کيږي کوم چې پيانګ يانګ ته وسله ورکوي اؤ دبشري حقونو سرغړونه کوي.
دامريکا لخوا دلګول شوؤ بنديزونو اطلاق به په هاغو کسانو هم کيږي کوم چې پيانګ يانګ ته وسله ورکوي اؤ دبشري حقونو سرغړونه کوي.

دامريکا سينيټ دشمالي کوريا په ضد دسختو بنديزونو منظوري ورکړې ده.

دشورو په ورځ ددغو بنديزونو حق کې ټول ٩٦ ووټونه اچول شوي اؤ په مخالفت کې يې يو ووټ هم نۀ دى راغلى، دغه بنديزونه داتوار په ورځ دپيانګ يانګ له لوري داوږدې فاصلې دراکټ اؤ اوسنۍ جوهري تجربې ردعمل ؤ.

دامريکا لخوا دلګول شوؤ بنديزونو اطلاق به په هاغو کسانو هم کيږي کوم چې پيانګ يانګ ته وسله ورکوي اؤ دبشري حقونو سرغړونه کوي.

دغه بل دشمالي کوريا دمعدنياتو تجارت اؤ نورې داسې هلې ځلې په نخښه کوي دکوم څخه چې دغه هيواد رقم ترلاسه کوي اؤ داسې چيني اؤ نورې کمپنۍ هم يې هم په هدف دي چې دپيانګ يانګ سره په ګډه کار کوي.

دسينيټ دخارجه چارو دکميټۍ چئيرمين ريپبلکن باب کروکر وئيلي دي وئيلي دي تر لسيزو دشمالي کوريا په اړه امريکائي تګلاره ناکامه پاتې شوې اؤ دغه بنديزونه به ددې يو علاج وي.

دکميټۍ لوړپوړي چارواکي ډيموکريټ سينيټر بين کارډن وئيلي دي مونږ نړۍ کې هر ځايې کې دهاغو تجارتي ګټو مخه نيول غواړو دکومو چې شمالي کوريا ته دوسلې، الاتو اؤ وسيلو لپاره ضرورت دى ترڅو دهغوي غيرقانوني دوسلې پروګرام اودرول شي.

درايې شميرنې څخه دمخه ددواړو ګوندونو سينيټرانو خپلو خپلو وينا وؤ کې دشمالي کوريا دقيادت غندنه وکړه.

امريکائي کانګريس جنورۍ کې دشمالي کوريا د جوهري تجربې څخه وروستو دبنديزونو په سختولو غور کولو خو تيره اوونۍ دشمالي کوريا دراکټي تجربې څخه وروستو دشمالي کوريا په ضد دنورو بنديزونو لګولو غوښتنې زور نيولى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG