لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سياستدان اسلام اباد څخه تښتول شوى،پلټنې پيل


 دسيمه ييزو پوليسو ترمخه فضل الله واحدي داسلام اباد دسيکټر F-7 څخه تښتول شوى اؤ دې لړ کې دافغان سفارت خانې پروټوکول افسر پوليسو ته اطلاع ورکړې ده.
دسيمه ييزو پوليسو ترمخه فضل الله واحدي داسلام اباد دسيکټر F-7 څخه تښتول شوى اؤ دې لړ کې دافغان سفارت خانې پروټوکول افسر پوليسو ته اطلاع ورکړې ده.

دافغانستان دهرات اؤ کونړ ولايتونو پخوانى ګورنر يا والي فضل الله واحدي دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد څخه تښتول شوى دى.

دسيمه ييزو پوليسو ترمخه فضل الله واحدي داسلام اباد دسيکټر F-7 څخه تښتول شوى اؤ دې لړ کې دافغان سفارت خانې پروټوکول افسر پوليسو ته اطلاع ورکړې ده.

فضل الله واحدي داسلام اباد F-7/2 کې ميشته ؤ اؤ دتښتول کيدو په مهال ورسره خپل لمسى ذبيح الله واحدي هم موجود ؤ.

دپوليسو وينا ده درانا مارکيټ سره نزدې ديو تورډبل کيبن اؤ دوهم سپين رنګ ټويوټا کرولا ګاډو څخه ځينې کسان راووتل ، فضل الله واحدي يې په زوره ګاډي کې کښينوؤ اؤ وې تښتولو.

دپخواني افغان والي دتښتول کيدو مقدمه کوهسار تاڼه کې دهغه دلمسي په مدعيت کې درج کړل شوې ده.

پوليس وائي دفضل الله واحدي لړ کې يې دافغان سفارت خانې څخه ټول تفصيلات غوښتي دکومو له لارې چې به دتښتونکو لړ کې مرسته وشي.

پوليس دا هم وائي چې دافغان سياستدان دتښتول کيدو ددغه پيښې وجوهات که هر څو تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي خو داسې ښکاري چې هغه دتاوان لپاره نۀ دى تښتول شوى.

دفضل الله واحدي شمير دافغانستان په بااثره سياست دانانو کې کيږي اؤ دهغه دکورنۍ وينا ده چې فضل الله واحدي دچا سره څه رقم ذاتي دښمني نۀ لرله.

پوليس وائي دغه لړ کې يې پلټنې پيل کړي اؤ دفضل الله واحدي لټون يې شروع کړى.

فضل الله واحدي افغانستان کې دپاکستان دشکمن مداخلت ناقد ؤ.

٦٦ کلن فضل الله واحدي نومبر کال ٢٠٠٧م کې دکونړ ولايت دوالي په توګه فرائض ترسره کړي وؤ اؤ هغه په کال ٢٠١٣م کې دپخواني افغان صدر حامد کرزي په دور کې دهرات ولايت والي هم مقررکړل شوى ؤ، خو وروستو هغه ددغه عهدې څخه لرې کړل شوى ؤ.

دافغانستان کونړ ولايت پاکستان اؤ هرات دايران سره ګډه پوله لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG