لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: سبي کې ۱۰ ترهګر وژل شوي، چارواکي


د امنيتي چارواکو په وينا په وژل شوؤ کې د کالعدم ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل ای) يو مهم کمانډر اسلم عرف اچهو او بل ميرک بلوچ هم شامل دي .
د امنيتي چارواکو په وينا په وژل شوؤ کې د کالعدم ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل ای) يو مهم کمانډر اسلم عرف اچهو او بل ميرک بلوچ هم شامل دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې په سبي سيمه کې د ملېشې ځواکونو لخوا د عملياتو په مهال ۱۰ ترهګر وژل شوي او ۱۲ نور نيول شوي دي .

د بلوچستان داخله وزير سرفرازبګټي وايس اف امريکا ته وئيلي چې د استخباراتي ادارو د معلوماتو په اساس د خالي په ماښام د سبي په سانګان علاقه کې امنيتي ځواکونو عمليات پېل کړي او د اتوار د ماښام پورې روان وو .

هغه وئيلي د بلوچستان حکومت د هغو عناصرو چې ترهګري کوي،جرمونو کې ککړ وي، بې ګناه خلک وژني، ملکي قامي اثاثو ته زيان رسوي د هغوي لټون کوي او په ضد يې عمليات کوي ، او په سانګان او نزدې غرونو کې د دغه ډول ترهګرو د موجودګۍ خبر ؤ، هغه وئيلي مونږ په علاقه کې لټون کوؤ د ترهګرو ځالې مو تباه کړي وسله مو ترلاسه کړې ده .

د امنيتي چارواکو په وينا په وژل شوؤ کې د کالعدم ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل ای) يو مهم کمانډر اسلم عرف اچهو او بل ميرک بلوچ هم شامل دي .

د وژل شوي کمانډر په اړه ويل کيږي چې هغه په کال ۲۰۱۳م کې په زيارت سيمه کې په تاريخي قائداعظم ريذيډنسي کې حمله باندې په مبينه توګه ککړ ؤ .

ولې د صوبې داخله وزير وئيلي هغه دا وخت د وسله وال کمانډر د وژنې پخلی نه شي کولی .

هغه وئيلي اسلم اچهو چې په دغه علاقه کې د ويرې يوه نښه جوړ ؤ او د بې ګناه خلکو په وژنه کې ککړؤ ، د هغه د وژنې ناتائيده خبرونه دي خو په دغې اړه لا پخلی نه دی شوی .

راپورونه وايي يوې بلې کالعدم ګرځول شوې ډلې يونائيټډ بلوچ ارمي تور لګولی چې ځواکونو په سانګان کې د عملياتو په مهال د ځايي خلکو دوه کورونه وران کړي دي ، خو چارواکو دغه تور رد کړی دی .

بلوچستان صوبه چې د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار ده او په تېر کال کې پکې د امنيت په وضع کې ښه والی مخې ته راغلی ولې د نوي کال پېل کېدو سره يو ځل بيا په دغه سيمه کې د تشدد پېښو کې زياتوالی شوی او د بمي چاؤدنو سره پکې په ځواکونو بريدونه هم شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG