لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند پټهان کوټ حملې مقدمه پاکستان کې درج شوې


د جنورۍ د مياشتې په دويمه نېټه د پاکستان پولې ته نزدې د هند په پټهان کوټ سيمه کې يوه پوځي فضايي اډه باندې ترهګر بريد شوی ؤ .

په هند کې تېره مياشت يوه فضايي اډه باندې د شوې ترهګر حملې مقدمه پاکستان کې درج کړی شوې او په دغې لړ کې پلټنې پېل کړی شوي دي .

تېر د جنورۍ د مياشتې په دويمه نېټه د پاکستان پولې ته نزدې د هند په پټهان کوټ سيمه کې يوه پوځي فضايي اډه باندې ترهګر بريد شوی او هند وئيلي ؤ چې دغه حمله کوؤنکي د پولې پورې غاړې پاکستان نه راغلي او تور يې پاکستان کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جېش محمد په مشر مولانامسعوداظهر باندې لګولی ؤ .

نن د جمعې په ورځ د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې د پاکستان پنجاب صوبې په ګجرانواله سيمه کې په دغه پېښه کې په مبينه توګه ککړو او د هغويې د مرستيالانو په ضد مقدمه درج کړې ده .

په دغه لړ کې د پاکستان حکومت د وړاندې نه يو ګډ پلټنيز ټيم هم جوړ کړی دی .

د راپورونو ترمخه مقدمه د هند د قامي امنيت د صلاح کار لخوا د ورکړی شوؤ لمړو معلوماتو په اساس درج کړی شوې ده .

د پنجاب صوبې د قانون وزير راناثناالله په لاهور کې خبريالانو سره خبرو کې وئيلي پاکستان د دغه حملې په سنجيدګۍ سره پلټنې کوي او د مقدمې اندراج د ترهګرۍ په ضد د عزم څرګندونه کوي .

" زمونږ عزم دی چې د ملک او سيمې نه به ترهګري ختموؤ، مونږ ته به په خپلو کړو دا ثابتول وي چې ترهګري په يو صورت کې د منلو نه ده داسې غېر رياستي عناصر چې په نړۍ کې چرته هم ترهګري کوي زمونږ سره د دوي هيڅ ځايې نشته".

نوموړي وئيلي د سيمې نورو ملکونو له هم د پاکستان په رنګ عمل کول پکار دي .

د راناثناالله په وينا " ترهګري هغه وخت ختمېدی شي چې کله د سيمې ملکونه په خصوصي توګه هند، افغانستان او پاکستان په يو مخ ودريږي" .

د پټهان کوټ د حملې نه پس د دواړو ملکونو يو بل سره ښه کېدونکې اړيکې اغېزمنې شوې او په ترڅ کې يې د جنورۍ په مياشت کې کېدونکی د سيکرټري کچې ليدنه منسوخ شوې وه .

د دفترخارجه لخوا د زيارت په ورځ وئيل شوي په دغې لړ کې د بيا ليدنې دپاره نېټه نه ده ټاکل شوې .

پاکستان له دې وړاندې ادعا کړې چې هند کې په فضايي اډه باندې د بريد مشکوک مرکزي کردار د وسله والې ډلې جېش محمد ډلې سره تعلق لرونکي څوکسان يې نيولي دي .

دغه بيان د جنورۍ په نيمائۍ کې د وزيراعظم نوازشريف د دفتر لخوا د لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره د يوې غونډې نه پس جاري شوی ؤ او پکې وئيل شوي ؤ چې د دغه ډلې څو دفترې يې معلومې کړي او تړلې (سيل) کړي يي دي .

په سرکاري بيان کې وئيل شوي ؤ چې د پاکستان پولې سره نزدې د پټهان کوټ بريدکې ککړ دغه کسان د دهلي لخوا اسلام اباد سره د شريک کړی شوؤ معلوماتو په اساس نيول شوي دي .

XS
SM
MD
LG