لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: دوه مقابلو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي ، پوليس


پوليس ادعا کړې چې په پېپري کې د پوليس سره په نښته کې اته او ګډاپ ټاؤن کې څلور وسله وال وژل شوي دي .

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو وئيلي په دوه مقابلو کې يې د لشکرجهنګوي او القاعده برصغير څانګې ۱۲ مشکوک وال وژلي دي .

د کراچۍ ښار د ملير ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي راؤ انوار وئيلي د ګل په ماښام د وسله والو سره د پوليس يوه مقابله په پېپري او بله د ګډاپ ټاؤن په سيمه کې شوی ده .

پوليس ادعا کړې چې په پېپري کې د پوليس سره په نښته کې اته او ګډاپ ټاؤن کې څلور وسله وال وژل شوي دي .

راؤانوار وئيلي د وژل شوؤ وسله والو تعلق د لشکرجهنګوي او القاعده برصغير څانګې سره دی .

د پوليسو په وينا په وژل شوؤ کې د پينځه ؤ پېژندګلو د سهېل چشماټو، خليل، طلحه، بلال او عبدالسلام په نومونو شوې ده .

د پوليس اېس اېس پي وئيلي د وژل شوؤ وسله والو د قبضې نه پينځه کلاشنکوفونه، څلور پرېشرکوکر بمونه، خودکش جېکټې، بال بېرنګان، درې بم ډېټونېټرې او درې تماچې ترلاسه کړی شوي دي .

نوموړي وئيلي په خفيه اطلاع لمړی پوليسو په پېپري سيمه کې چهاپه ووهله او په دغه مهال وسله والو سره نښته شوه چې پکې اته وسله وال په موقع ووژل شو او څلور نور په تېښته کې بريالي شو او وروستو دغه تښتيدلي وسله وال په ګډاپ ټاؤن کې په بله مقابله کې ووژل شو .

پوليس وئيلي وژل شوي وسله وال په ښار کې د درې ډي اېس پي عهدې پوليس افسرانو په وژنه کې ککړ وو، او د دويې نه په ترلاسه شوې وسله کې د پوليس نه تښتول شوي ټوپکې هم شاملي دي .

اېس اېس پي ملير راؤانوار وئيلي دغه عمليات يې د لشکرجهنګوي او القاعه ډلې د نيول شوؤ مشرانو د معلوماتو په اساس ترسره کړي دي . د نوموړي په وينا په دغو نښتو څلور پوليس ژوبل شوي دي .

د پوځ وياند لفټننټ جنرال عاصم باجوه لس ورځې وړاندې په کراچۍ کې يوې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې د لشکرجهنګوي ډلې د کراچۍ مشر نعيم بخاري، د دغه ډلې د کراچۍ مرستيال مشر صابرخان عرف منا او د القاعده د برصغير څانګې مرستيال مشر فاروق بهټي عرف مثنا د نيولو وئيلي ؤ .

د پوځ وياند وئيلي ؤ دغه ډلې او تحريک طالبان پاکستان په کراچۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړې پاتې شوي ، او د نورو ترهګرو بريدونو پلان يې جوړ کړی ؤ ، نوموړي وئيلي ؤ د درې واړو ډلو پوره نيټ ورک يې نيولی دی .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس د ترهګرو، هدفي وژونکو، قلنګ اخستونکو او په نورو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات کوي .

له دې وړاندې هم پوليس او رېنجرو د ښار په بيلا بيلو علاقو کې د عملياتو په مهال نښتو کې د وسله والو د وژنې ادعاوې کړي دي .

XS
SM
MD
LG