لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټول هيواد کې ٢٥٤ مدرسې تړل شوي،بليغ الرحمان

 دداخله چارو رياستي وزير بليغ الرحمان دپاکستان پيپلز پارټۍ داسمبلۍ دغړې شاهده رحماني دپوښتنې په ځواب کې قومي اسمبلۍ ته وويل 167 شکمنې مدرسې په سندهـ،١٣ په خيبرپښتونخوا، دوه په پنجاب اؤ ٧٢ غيررجسټرډ مدرسې په سندهـ کې تړل شوي دي.

دپاکستاني پارلمان ښکتني ايوان ته وئيل شوي دي چې حکومت تر دې مهاله ټول هيواد کې ٢٥٤ شکمنې اؤ غيررجسټرډ مدرسې تړلي دي.

دداخله چارو رياستي وزير بليغ الرحمان دپاکستان پيپلز پارټۍ داسمبلۍ دغړې شاهده رحماني دپوښتنې په ځواب کې قومي اسمبلۍ ته وويل 167 شکمنې مدرسې په سندهـ،١٣ په خيبرپښتونخوا، دوه په پنجاب اؤ ٧٢ غيررجسټرډ مدرسې په سندهـ کې تړل شوي دي.

دپاکستان سياسي اؤ عسکري مشرانو کال ٢٠١٤م کې دپيښور دسانحې څخه وروستو ټول هيواد کې دترهه ګرۍ دخاتمې په غرض يوه تګلاره هم جوړه کړې وه خو ناقدين وائي حکومت مدرسو کې داصلاحاتو، دترهه ګرو دمالى مرستو مخنيوي اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې دتندروه تنظيمونو په ضد فيصله ييزو ګامونو اخستو کې بريالى شوى نۀ دى.

بليغ الرحمان دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي تګلارې لاندې دفرقه ييز تشدد دمخنيوي لپاره داخستل شوؤ ګامونو، په دې دعمل درامد اؤ دفرورۍ د١٦مې نيټې پورې دترلاسه شوؤ نتيجو په اړه حال احوال تير کړو اؤ وې وئيل چې حکومت دنفرت نه دډکو تقريرونو مخه نيسي اؤ دانتها خوښۍ دموادو په خپريدو بنديز لګوي.

بليغ الرحمان ايوان ته وويل چې تر دې مهاله ٢٤٧١ کيسونه درج شوي،٢٣٤٥ کسان نيول شوي اؤ په دغه کاروبار کې ککړ ٧٣ دوکانونه تړل شوي دي.

هغه وويل چې دلاؤډسپيکر په غلط استعمال ٩٩٤٥ کيسونه درج شوي،١٠١٧٧ کسان نيول شوي اؤ ٢٦٦٤ الې قبضه کې اخستل شوي.

ددغو معلوماتو دورکولو څخه وروستو چې کله شاهدې داسلام اباد دلال جومات دمُلا عبدالعزيز دنفرت څخه دډکو تقريرونو خلاف دکارروايۍ په اړه وپوښتل نو بليغ الرحمان وويل دقانون سره سم ګام اخستل شوى.

دقومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر جاويد عباسي بليغ الرحمان څخه وپوښتل چې دعبدالعزيز په ضد ايف ائي ار دې دپي پي پي قانون سازې ته وسپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG