لاس رسیدونکی لینک

 
قبائيلي سيمو کې پوځي عملياتو حقاني ډله په تېښته مجبور کړې، امريکا
تازه خبر

قبائيلي سيمو کې پوځي عملياتو حقاني ډله په تېښته مجبور کړې، امريکا


سينيټر کورکر وئيلي چې د امريکايانو د ټېکس غټې پېسې وزيرستان ته تلي چې مقصد يې د دغو سيمو حالات بدل کړي ولې تراوسه دغلته د تُندروۍ مخه نه ده نيول شوې .
سينيټر کورکر وئيلي چې د امريکايانو د ټېکس غټې پېسې وزيرستان ته تلي چې مقصد يې د دغو سيمو حالات بدل کړي ولې تراوسه دغلته د تُندروۍ مخه نه ده نيول شوې .

د امريکا خارجه وزير جان کېري د اوباما انتظاميې لخوا په پاکستان د اېف ۱۶ الوتکو خرڅولو د پرېکړې دفاع کړې او وئيلي يي دي چې د پاکستان په قبائيلي سيمو (فاټا) کې روانو پوځي عملياتو حقاني ډله بل ځايې ته منتقل کولو ته اړ کړې ده .

د پاکستان انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د نهې په ورځ دکانګرس په غونډه کې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې د حقاني ډلي موجودګي په دغه ملک د الوتکو خرڅولو په ضد د دليل په توګه وړاندې کړی شوي دي .

د امريکې سېنيټر بوب کورکر په پاکستان د الوتکو خرڅولو مخالفت کړی او وئيلي يي دي ، هغه (پاکستان) د حقاني ډلې ملاتړ او القاعده ته د محفوظو ځايونو ورکولو لړۍ دوامداره ساتلې ده .

جان کېري د بوب کورکر د تحفظاتو لرې په کولو په ترڅ کې وئيلي، هغوي (پاکستان) حقاني ډله يو نوي ځاې منتقل کولو ته اړ کړې ده او دا د ترهګرۍ په ضد د پرمختګ برخه ده، ولې نوموړي دا هم منلې ده چې اوس هم ځيني عناصر دغلته موجود دي کوم چې زمونږ هڅې نورې پيچيده کوي .

جان کېري د کال ۲۰۱۷م د دفاعي بجټ وړاندې کولو په لړ کې د خارجه چارو دکمېټۍپه وړاندې پېش شوی ؤ ، په کوم کې چې د صوابديدي فنډ په توګه د خارجه او امريکايي ايجنسۍ د نړيوال امداد دپاره د۵۰ اربه ډالرو نه زيات پېسې غوښتې شوي دي .

د اوباما انتظاميې لخوا پاکستان ته د ۷۴۲ملينه ډالرو د غوښتنې د تفصيلاتو وړاندې کولو په مهال جان کېري وويل، مونږ د انتهاپسندۍ د مخنيوي دپاره د پاکستان او افغانستان مرستې کوؤ .

د ډان د رپورټ ترمخه دغه بحث وروستو د امريکې او پاکستان پيچيده اړيکو پله واوړيدو .

د کميټۍ مشري کوؤنکي سينيټر بوب کورکر په پاکستان د ښکاره دوه مخيزې پاليسۍ تور ولګوؤ او ويې وئيل پاکستان د امريکې سره دوستانه اړيکې هم ساتي او ورسره د انتهاپسندو ملاتړ هم کوي .

نوموړي ادعا وکړه چې د امريکايانو د ټېکس غټې پېسې وزيرستان ته تلي چې مقصد يې د دغو سيمو حالات بدل کړي ولې تراوسه دغلته د تُندروۍ مخه نه ده نيول شوې .

له دې وروستو نوموړي وئيلي څو پورې چې پاکستان دوه مخې پاليسي نه وي پرېښي هغه به په پاکستان د اېف ۱۶ الوتکو خرڅولو مخالفت کوي .

جان کېري سېنېټر ته باور ورکړی چې محکمه خارجه ته په افغانستان کې د پاکستان د ترهګرۍ په ضد د ټولو هڅو د اثراتو اندازه ده .

نوموړي وئيلي چې څو اونۍ وړاندې يې په سويټزرلېنډ کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي او پاکستان کې دترهګرو ډلو د پټو ځالو، او د هغويې لخوا د دغه خاورې د کارېدو د مخې نيولو د ضرورت په لړ کې يې ورسره د امرېکې اندېښنې شريکې کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG