لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد:افغان ځواکونو په هندي سفارت خانه بريد کوونکي وژلي


 تر دې مهاله دترلاسه شوؤ اطلاعاتو ترمخه دغه بريد کې پينځه کسان ژوبل شوي اؤ اؤ سيمه کې لا جګړه روانه ده، چاؤدنو اؤ ډزو کې دنزدې ودانو شيشې ماتې شوي اؤ پکې لږ ترلږه ٨ ګاډي تباه شوي دي.
تر دې مهاله دترلاسه شوؤ اطلاعاتو ترمخه دغه بريد کې پينځه کسان ژوبل شوي اؤ اؤ سيمه کې لا جګړه روانه ده، چاؤدنو اؤ ډزو کې دنزدې ودانو شيشې ماتې شوي اؤ پکې لږ ترلږه ٨ ګاډي تباه شوي دي.

دافغانستان په ختيز ښار جلال اباد کې دهند په قونصل خانه حمله شوې چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ افغان ځواکونو څلور حمله کوونکي وژلي دي.

دغه پيښه څو ورځې وروستو له هغې رامينځته شوې چې دافغانستان پلازمينه کابل کې اؤ کونړ ولايت کې ځانمرګي بريدونو کې خواؤشا ٢٥ کسان ووژل شول.

افغانستان کې دتشدد پيښو کې دغه اضافه په داسې حال کې راغلې چې هيله ده روانه اوونۍ کې به دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه مذاکرات ترسره شي خو څيړونکي دتشدد دغه پيښې دامن عمل دکاميابۍ په لاره کې ستر خنډ ګرځوي.

عيني شاهدان وائي دحمله کوونکو څخه يو دبارودي موادو څخه ډک ګاډى جلال اباد کې دهند دقونصل خانې سره نزدې الوځولى چې په نتيجه کې يې دنزدې ودانو شيشې ماتې شوي اؤ لږ ترلږه اتۀ ګاډي تباه شوي دي.

دحملې څخه وروستو په ګڼ شمير کې افغان عسکر دپيښې ځايې ته په بکتر بند ګاډو کې دتللو په مهال کې ليدل شوي دي.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګاڼي وئيلي دي چې دهندي قونصل خانې ودانۍ ته دننوتلو څخه وړاندې افغان ځواکونو څلور واړه حمله کوونکي وژلي دي.

هغه وويل دبريدکوونکو هدف دهند قونصل خانه وه خو دهغوي ځواکونو هدف ته درسيدو څخه وړاندې حمله کوونکي وژلي دي.

په ننګرهار ولايت کې دروغتيا دمحکمې مشر نجيب الله کامه وال وئيلي دي چې دغه حمله کې شپږ کسان ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه ددغه حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دجنورۍ په مياشت کې دافغانستان په ختيز ښار جلال اباد کې دپاکستان سفارتي مشن تر بريد لاندې راغلى ؤ چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه اووۀ کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه بريد پړه دتندروه ډلې داعش خراسان څانګې په غاړه اخستې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG