لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داسامه لخوا په ”جهاد“ ددوؤ کروړو اؤ ٩٠ لکو ډالرو دخرچ کولو خواهش


ددستاويزاتو ترمخه دالقاعده مشر پخپله ډله کې دموجودو جاسوسانو، دخپلې ډلې په ضد دډرون حملو اؤ خفيه آلو په ذريعه دتګ راتګ دڅارنې څخه سخت پريشان ؤ.

دنهې په ورځ امريکا کې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن وصيت نامه جاري کړل شوې چې پکې هغه دعوه کړې چې ددوؤ کروړو اؤ ٩٠ لکو ډالرو ذاتي دولت لري دکوم څخه چې زياتره هغه په جهاد دخرچ کولو خواهش لري.

دغه وصيت نامه دپاکستان پۀ ايبټ اباد ښار کې دهاغه ودانۍ څخه ترلاسه شوؤ ١١٣ؤ دستاويزاتو کې شامله وه چرته چې اسامه بن لادن اوسيدو، داسامه دغه وصيت نامه امريکائي پوځ ته په لاس ورغلې وه.

ايبټ اباد کې خواؤشا پينځه کاله دمخه امريکائي ځانګړو ځواکونو خفيه عمليات ترسره کړي وؤ اؤ دالقاعده مشر اسامه بن لادن يې وژلى ؤ.

ددستاويزاتو ترمخه دالقاعده مشر پخپله ډله کې دموجودو جاسوسانو، دخپلې ډلې په ضد دډرون حملو اؤ خفيه آلو په ذريعه دتګ راتګ دڅارنې څخه سخت پريشان ؤ.

اسامه بن لادن پخپله وصيت نامه کې خپلې کورنۍ ته امر کړى ؤ چې دهغه دخواهش مطابق دې دغه پيسې دې په جهاد خرچ کړي.

دخپل پلار په نوم يو بل خط کې اسامه بن لادن هغه ته دخپل مرګ څخه وروستو دخپلې ښځې اؤ بچو دخيال ساتلو خواست کړى دى.

دغه دستاويزات په ډاګه کوي داسامه بن لادن کې ذهن کې ؤ چې هغه څه وخت هم وژل کيدى شي.

داسامه وصيت نامه کې ليکل شوي دي دهغه وراثت په سوډان کې دى خو دا نۀ ده په ډاګه چې دا دکومې اثاثې په صورت کې دى که دپيسو، دا هم نۀ ده په ډاګه چې وارثانو پورې يې دغه وراثت رسيدلى اؤ که نه؟

نورو دستاويزاتو کې اسامه افغانستان کې دترهه ګرۍ په ضد دجګړې په اړه وئيلي دي لويديز اؤ امريکا فکر کولو چې دغه به کومه سخته جګړه نۀ وي اؤ څو ورځو يا اوونو کې به هغوي خپل هدفونه ترلاسه کړي.

دالقاعده دهلو ځلو دپتې لګولو لپاره دامريکائي ډرون په استعمال دانديښنې څرګندولو په ترڅ کې بن لادن دالقاعده جنګيالو ته وئيلي وؤ هغوي دې دپاکستان په پيښور ښار کې په کرايه اخستل شوي کورونه نۀ خالي کوي.

يو دستاويز کې اسامه دالقاعده مشرانو ته لارښوونې کړي چې هغوي دې افغانستان کې دتاوان درقم داخستو په مهال ددې خبرې مکمل پخلى وکړي چې په کوم بيګ يا سوټ کيس کې ورته پيسې ورکول کيږي په هغې کې کوم ټريکنګ چپ خو لګيدلى نۀ دى؟

XS
SM
MD
LG