لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل :جنرل راحيل اشرف غني ته وئيلي دامن عمل ملاتړ کوي

 جنرل راحيل شريف افغان صدر اشرف غني اؤ دامريکا دجوائنټ چيفس اف سټاف جنرال جوزف ډنفرډ، دامريکائي سنټرل کمانډ ( سينټکام ) دکمانډر جنرال لوئيډ .جى آسټن اؤ دريزولوټ سپورټ مشن دکمانډر جنرال نکولسن سره دسيمه ييزې سلامتۍ اؤ پولې دانتظام په چارو خبرې اترې کړي دي.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ دکابل يوه مختصره دوره کړې، دغلته يې افغان مشرانو سره ليدنه کړې اؤ دريزولوټ سپورټ مشن دکمانډ دبدلون دستوره کې يې شرکت کړى دى.

جنرل راحيل شريف افغان صدر اشرف غني اؤ دامريکا دجوائنټ چيفس اف سټاف جنرال جوزف ډنفرډ، دامريکائي سنټرل کمانډ ( سينټکام ) دکمانډر جنرال لوئيډ .جى آسټن اؤ دريزولوټ سپورټ مشن دکمانډر جنرال نکولسن سره دسيمه ييزې سلامتۍ اؤ پولې دانتظام په چارو خبرې اترې کړي دي.

دغو ليدنو کې دپولې پورې راپورې دترهه ګرو دتګ راتګ اؤ دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دپاکستان دپوځ لخوا روانو عملياتو کې په مرسته هم خبرې شوي دي.

جنرال باجوه وائي چې دپوځ سرلښکر افغان قيادت ته دافغان امن عمل په اړه دپاکستان دملاتړ باور ورکړو اؤ هغوي هم دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستاني پوځ دهڅو ، لاسته راوړنو اؤ دسيمې ثبات اؤ امن کې ترسره کيدونکى کردار تسليم کړو.

جنرل راحيل شريف دتاجکستان ديوې ورځې دورې څخه وروستو پاکستان ته راستنيدو، چرته چې هغه دتاجک صدر امام علي رحمون سره ليدلي اؤ دترهه ګرۍ په ضد اؤ دافغان امن عمل په اړه يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

جنرل راحيل کابل ته په داسې حال کې ورغلى چې دافغانستان په جلال اباد ښار کې دهند سفارت خانې سره نزدې شوې حمله کې شپږ کسان ژوبل شوي اؤ دافغان ځواکونو لخوا څلور حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

تيره اوونۍ کابل کې دڅلور ملکي مشاورتي غونډې په پاې کې جاري کړل شوې اعلاميه کې وئيل شوي وؤ چې پاکستان به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دکابل دحکومت ، افغان طالبانو اؤ نورو ياغي ډلو ترمينځ دنيغ په نيغه مذاکراتو کوربه توب کوي.

ګډه اعلاميه کې وئيل شوي وؤ” درابطه ډلې غړي هيوادونه طالبانو اؤ نورو ډلو ته بلنه ورکوي چې دافغان حکومت سره دې دامن نيغ په نيغه خبرو اترو کې دخپلو واکمنو استازو له لارې برخه واخلي“

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان ط البانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ

پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دافغانانو په مشرۍ دافغان جوړجاړي دعمل ملاتړ کوي ځکه چې يو پرامنه افغانستان پخپله دپاکستان دسلامتۍ لپاره ضروري دى.

خو افغان چارواکي بيا وائي افغان امن کې دخلوص ثابتولو لپاره پکار ده چې پاکستان پخپله خاوره دموجودو افغانستان دمخالفو تندروه ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه کوټلي ګامونه واخلي اؤ دهغوي ځالې له مينځه يوسي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دکال ٢٠١٤م دجون دمياشتې راهسې روانو عملياتو ضرب عضب کې يې ټول ترهه ګر پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کړي اؤ دهغوي دمنظمو حملو توان ته يې زيان رسولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG