لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د بنګله دېش نه په ماتې خوړو د ايشياکپ نه بهر


په ايشيا کپ کې د بنګله دېش دا څلورم مېچ ؤ ، په لمړي مېچ کې يې د هند نه ماتې خوړلې او په دوه نورو مېچونو کې يې سري لنکا او متحده عرب اماراتو ته ماتې ورکړې او نن يي د پاکستان نه وګټلو .
په ايشيا کپ کې د بنګله دېش دا څلورم مېچ ؤ ، په لمړي مېچ کې يې د هند نه ماتې خوړلې او په دوه نورو مېچونو کې يې سري لنکا او متحده عرب اماراتو ته ماتې ورکړې او نن يي د پاکستان نه وګټلو .

په بنګله دېش کې روان د ايشيا کپ ټي ټيونټي کرکټ ټورنامنټ کې د بنګله دېش لوبډلې د پاکستان کرکټ ټيم ته په ماتې ورکړه ، پاکستان د ټورنامنټ نه بهر شو او بنګله دېش د ايشيا کپ فائنل ته ورسېدو .

پاکستان لمړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په اووه لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۲۹ رنزونه جوړ کړي او بنګله دېش ټاکلی هدف په اخري اوور کې په پينځه لوبغاړو اؤټ کېدو پوره کړو .

د پاکستان په ځواب کې د بنګله دېش صوميا سرکار غوره لوبه وکړه او ۴۸ رنزونه يې جوړکړل .

د پاکستان بالرانو کې يواځې محمدعامر دوه لوبغاړي اؤټ کړل .

په شېربنګله کرکټ سټيډيم کې د دغه مېچ ټاس پاکستان ګټلی او لمړی يې بيټنګ کړی ؤ ، د پاکستان لخوا په بيټنګ کې يواځې دوه لوبغاړو غوره بيټنګ کړی سرفراز احمد ۵۸ او شعېب ملک ۴۱ رنزونه جوړ کړي وو .

د پاکستان په نورو لوبغاړو کې خرم منظور يو، شرجيل خان لس، محمدحفيظ دوه، عمراکمل څلور او کپتان شاهد اپريدی په صفر(0) اؤټ شوی ؤ .

د بنګله دېش په بالرانو کې الامين حسېن درې او عرفات سني دوه لوبغاړي اؤټ کړي، تسکين او مرتضی يو يو وکټ اخستی دی .

ايشيا کپ کې پاکستان له دې وړاندې دوه ميچونه کړي، د هند نه يې ماتې خوړلې او د متحده عرب اماراتونه يې ګټلی ؤ او نن يې په بنګله دېش بائيلو .

په ايشيا کپ کې د بنګله دېش دا څلورم مېچ ؤ ، په لمړي مېچ کې يې د هند نه ماتې خوړلې او په دوه نورو مېچونو کې يې سري لنکا او متحده عرب اماراتو ته ماتې ورکړې او نن يي د پاکستان نه وګټلو .

هند په ټورنامنټ کې کړي درې واړه مېچونه ګټلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG