لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو د بنديزونو پس شمالي کوريا راکټي ويشتي


دغه کار د شورو په ورځ د سلامتي کونسل لخوا په متفقه توګه باندې د منظور کړی شوي هغه قرارداد غبرګون کېدی شي، په کوم کې چې په پيانګ يانګ د تازه جوهري او راکټ تجربو کولو نه پس سخت بنديزونه لګول شوي دي .

د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل لخوا د پيانګ يانګ د جوهري او بيليسټک ميزائيل پروګرام په ضد د نوؤ سختو بنديزونو لګولو نه څو ساعته پس شمالي کوريا په خپل ختيځ ساحل باندې په لنډه فاصله ويشتونکي څو ميزائيلې داغلي دي .

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وئيلي دويې تراوسه لا د دغو ميزائلو د نوعيت او شمېرې په اړه معلومات رايوځايې کوي ، د دفاع وزارت ترمخه دغه ميزائيلي بحېره جاپان کې د زيارت په ورځ سحر په ځاي وخت لس بجې توغولي دي .

دغه کار د شورو په ورځ د سلامتي کونسل لخوا په متفقه توګه باندې د منظور کړی شوي هغه قرارداد غبرګون کېدی شي، په کوم کې چې په پيانګ يانګ د تازه جوهري او راکټ تجربو کولو نه پس سخت بنديزونه لګول شوي دي .

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سمانتهاپارو د رايې شمېرې نه پس سلامتي کونسل ته وئيلي ،"شمالي کوريا د نړۍ يواځينی ملک دی چې په يويشتمه صدۍ کې يې جوهري تجربه کړې، په اصل کې يې يوه نا څلور تجربې کړي دي" .

هغې وئيلي په ځايې د دې چې شمالي کوريا د خپل اولس بنيادي ضرورتونو پله پام وګرځوي هغه لګيا ده مستقل يې په جوهري او بيلسټک پروګرام توجه ورکړې ده .

"په عملي توګه باندې شمالي کوريا پرله پسې ټول وسائل په غېرزمه واره ډول باندې د جوهري وسلو دپاره وقف کړي دي" .

بل لور ته د امريکې صدر باراک اوباما د ملګرو ملتونو لخوا د پورته کړی شوؤ ګامونو هرکلی کړی دی .

د سپيني ماڼۍ لخوا په جاري شوي بيان کې نوموړي وئيلي ،"نن نړيوالې ورورولۍ په يوه خله پيانګ يانګ ته پېغام ورکړی چې شمالي کوريا دې دغه پروګرام پرېږدي او د خپلو خلکو دپاره يوه غوره لار وټاګي" .

په نوؤ لګېدلو بنديزونو کې څو خبرې شاملي دي چې پکې د شمالي کوريا نه تلونکو راتلونکو ټولو سامانونو پوره جائزه به اخستل کيږي، او په دغه ملک به د هر قسمه روايتي او غېر روايتي وسلې اخستلو او خرڅولو په مکمله توګه بندېز وي .

د دې نه علاوه به د شمالي کوريا نه د کوئلې سره د نوور معدنياتو په سودا کولو هم بنديز وي .

XS
SM
MD
LG