لاس رسیدونکی لینک

 
دممتاز قادري دتيزندي کولو وروستو دآسيه بي بي ژوند په خطره کې
تازه خبر

دممتاز قادري دتيزندي کولو وروستو دآسيه بي بي ژوند په خطره کې


دآسيه بي بي وکيل سيف الملک وئيلي دي چې دممتاز قادري دپهانسۍ په تناظر کې مذهبي ډلو دهغې دموکلې په ضد تازه هلې ځلې پيل کړي.
دآسيه بي بي وکيل سيف الملک وئيلي دي چې دممتاز قادري دپهانسۍ په تناظر کې مذهبي ډلو دهغې دموکلې په ضد تازه هلې ځلې پيل کړي.

پاکستان کې دپنجاب صوبې دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژونکي ممتاز قادري دتيزندي کولو څخه وروستو دغه هيواد کې مذهبي ډلو دعيسائي ميرمنې آسيه بي بي دتيزندي کولو غږ کړى چې ورسره ددغه ميرمنې دژوند دتحفظ په اړه انديښنې پيدا شوي دي.

دآسيه بي بي وکيل سيف الملک وئيلي دي چې دممتاز قادري دپهانسۍ په تناظر کې مذهبي ډلو دهغې دموکلې په ضد تازه هلې ځلې پيل کړي.

تيره ورځ دجمعې دنمونځ څخه وروستو داسلام اباد پشمول دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې دترسره شوؤ وړو احتجاجونو په مهال دممتاز قادري پلويانو مظاهرينو دآسيه بي بي دتيزندي کولو غوښتنه کړې وه.

مظاهرينو تيره ورځ دممتاز قادري جنازې ته په کوريج نۀ ورکولو په حيدراباد پريس کلب اؤ کراچۍ کې ديو شخصي ټي وي چينل په دفتر حملې کړي دي.

دنهې په ورځ دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دممتاز قادري جنازه کې تر 100,000ؤ پورې خلکو ګډون کړى ؤ اؤ په دغو خلکو کې زياترو دآسيه بي بي دتيزندي کولو په حق کې نعرې وهلې وې.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دزيارت په ورځ داسلام اباد دلال جومات څخه جاري شوي يو بيان کې په حکومت غږ شوى دى چې آسيه بي بي دې زر تر زره تيزندي کړي اؤ په دغه اړه دې نړيوال فشار نۀ قبلوي.

دآسيه بي بي په ضد کال ٢٠٠٩م کې دمذهب دسپکاوي په تور مقدمه درج کړل شوې وه اؤ تر ټولو وړاندې دپاکستان دپنجاب صوبې دننکانه ضلعې عدالت هغې ته په کال ٢٠١٠م کې دمرگ سزا اورولې وه.

په آسيه بي بي تور دى چې هغې پخپله سيمه کې پټو کې دکار کولو په مهال هلته دموجودو نورو ښځو سره دبحث په مهال داسلام دپيغمبر حضرت محمد(ص) شکمن سپکاوى کړى ؤ.

خو محکمې ته پخپل ورکړل شوي بيان کې آسيه وئيلي وؤ دکلي اوسيدونکو مسلمانانو په هغې داسلام قبلولو دپاره فشار راوړلو او چې کله يې داسلام قبلولوڅخه انکار وکړو نو په دغه مقدمه کې ونښلول شوه.

دغه عيسائي ميرمن 45 کاله عمر لري اود5ؤ بچو مور ده،آسيه بي بي دپنجاب د ننکانه ضلع اوسيدونکې ده.

دهغې معامله هاغه مهال دپام وړ وگرځيده کله چې دهاغه وخت دپنجاب صوبې گورنر سلمان تاثير دآسيه بي بي سره جيل کې ليدنه وکړه اؤ وروستو يې بيان ورکړو چې دمذهب دسپکاوي قانون کې بدلون پکار دى.

وروستو سلمان تاثير دکال ٢٠١١م دجنورۍ په مياشت کې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې خپل يو سرکاري ساتونکي ممتاز قادري دنورو ساتونکو په موجودگۍ کې وژلى ؤ اؤ ممتاز قادري تيره اوونۍ دسلمان تاثير دوژلو په جرم کې تيزندي کړل شوى دکوم څخه وروستو چې پاکستان کې دمذهبي ډلو لخوا احتجاجونه کيږي.

تيرکال چې کله دپاکستان سپريم کورټ دممتاز قادري دمرګ سزا برقراره وساتله نو دزندان چارواکو داکتوبر په مياشت کې دممکنه حملې دخطرو په نظر کې نيولو سره آسيه بي بي ځانله کړې وه.

مسيحي ورورولي دپاکستان د٢٠ کروړه مسلمانانو داکثريتي ابادۍ څلور فيصده جوړيږي اؤ په اوسنو مياشتو کې پرې پاکستان کې دپاريدلو خلکو اؤ تندلارو دواړو له لوري تشدد اؤ بريدونو کې اضافه راغلې ده.

تيرکال يو برطانوي نژاده پاکستانى وګړى چې ورته دمذهب دسپکاوي په تور دمرګ سزا ورکړل شوې ،دراولپينډۍ په اډياله جيل کې ديو ساتونکي لخوا په ډزو ويشتل شوى اؤ ژوبل شوى ؤ.

دپاکستان دپنجاب صوبې په لاهور ښار کې له دې وړاندې دشهزاد مسيح اؤ دشمعې بي بي په نوم مسيحي ښځه اؤ خاوند تر ١٥٠٠ؤ پورې پاريدلو خلکو دمذهب دسپکاوي په تور دښختو په بهټۍ کې سوځولي وؤ.

دپنجاب پخوانى گورنر سلمان تاثير ترڅنگ داقليتونو مرکزي وزير شهباز بهټي هم پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوى ؤ.

ناقدين، اؤ دبشري حقونو ډلې دپاکستان حکومت څخه غوښتنې کوي چې دمذهب دسپکاوي قانون کې دې بدلون وکړي ځکه چې دهغوي په قول بااثره خلک څه وخت هم دخپلو ذاتي شخړو په اساس په بې گناه کمزورو خلکو دمذهب دسپکاوي تورونه لگولى اؤ عدالتونه بيا هغوي ته دمرگ سزا اورولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG