لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان لپاره داتوؤ ايف-١٦ الوتکو دترلاسه کولو لاره هواره شوې


 دا قرارداد دريپبلکن سينيټر رينډ پال وړاندې کړى ؤ، دزيارت په ورځ په قرارداد درايې شميرنې په مهال د ١٠٠ کسيز امريکائي سينيټ ٧١ غړو دقرارداد خلاف اؤ ٢٤ؤ ددې په حق کې ووټ ورکړو.
دا قرارداد دريپبلکن سينيټر رينډ پال وړاندې کړى ؤ، دزيارت په ورځ په قرارداد درايې شميرنې په مهال د ١٠٠ کسيز امريکائي سينيټ ٧١ غړو دقرارداد خلاف اؤ ٢٤ؤ ددې په حق کې ووټ ورکړو.

امريکائي سينيټ کې په پاکستان دجنګي الوتکو ايف-١٦ دوړانديز کړل شوي خرڅون دمخنيوي په اړه قرارداد رد کړى شوى دى.

دا قرارداد دريپبلکن سينيټر رينډ پال وړاندې کړى ؤ، دزيارت په ورځ په قرارداد درايې شميرنې په مهال د ١٠٠ کسيز امريکائي سينيټ ٧١ غړو دقرارداد خلاف اؤ ٢٤ؤ ددې په حق کې ووټ ورکړو.

قرارداد کې سينيټر رينډ پال پاکستان يو بې باوره ائتلافي ګرځولى اؤ اوباما انتظاميه يې پابنده کړې وه چې دارمز کنټرول ايکټ لاندې دې په پاکستان ايف-١٦ الوتکې نۀ خرڅوي.

اوباما انتظاميې په ١٢ فرورۍ اعلان کړى ؤ چې امريکائي کمپنيو ته دايف-١٦ الوتکو، رارډار اؤ نور پوځي سازوسامان په پاکستان دخرڅولو اجازه ورکړې ده.

ددغه اعلان څخه وروستو دپاکستان ګاونډي رقيب هيواد هند اؤ دامريکائي کانګريس ځينو غو په دغه خرڅون دتحفظاتو څرګندونه کړې وه.

دزيارت په ورځ په قرارداد درايې شميرنې څخه دمخه دبحث په مهال امريکائي سينيټرانو دپاکستان په جوهري پروګرام، دترهه ګرۍ دمخنيوي جګړې سره ددغه هيواد دپيوستون اؤ افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دپاکستان په مرسته پوښتنې راولاړې کړې وې.

سينيټ کې په قرارداد دبحث څخه يوه ورځ دمخه دامريکا ددفاع دمحکمې لوړپوړو چارواکو دسينيټ غړو ته اپيل کړى ؤ چې هغوي دې ددغه وړانديز کړل شوې سودا په لاره کې خنډان نۀ راپورته کوي اؤ نۀ دې هم دا دکوم ګام سره مشروطوي.

دامريکائي اؤ پاکستاني چارواکو ترمخه پاکستان به امريکائي کمپنۍ لاک هيډمارټن څخه ٨ ايف-١٦ الوتکې اخلي چې ماليت يې ٧٠ کروړه امريکائي ډالر جوړيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG