لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې دبارانونو له امله ١٦ کسان مړۀ شوي


دصوبائي چارواکو ترمخه دجمعې په ورځ پشين کې ديو کور دچت دراپريوتو په نتيجه کې ديوې کورنۍ پينځه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي، همدغه شان دالبندين کې هم يو تن وژل شوى.

دپاکستان بلوچستان صوبه کې دتيرو دوؤ ورځو په مهال دسختو بارانونو له امله ١٦ کسان مړۀ شوي اؤ د٢٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دصوبائي چارواکو ترمخه دجمعې په ورځ پشين کې ديو کور دچت دراپريوتو په نتيجه کې ديوې کورنۍ پينځه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي، همدغه شان دالبندين کې هم يو تن وژل شوى.

له دې وړاندې دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه نصيراباد، جعفراباد ، خضدار ضلعو اؤ ژوب ډويژن کې هم دښځو اؤ ماشومانو په ګډون خلک مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دسختو بارانونو له امله بلوچستان کې په لسګونو کورونو ته هم زيان رسيدلى په ځانګړې توګه هاغو سيمو کې زيات زيات اوښتى چرته چې کچه کورونه موقعيت لري.

دبلوچستان ترڅنګ دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبې اؤ پلازمينې اسلام اباد کې هم دبارانونو لړۍ روانه ده.

دافتونو په مهال دمرستې دقومي ادارې ( اين ډي ايم اى) لخوا داړونده سيمو چارواکو ته دبيدار اوسيدو وينا شوې اؤ ښکتنو سيمو کې اوسيدونکو خلکو ته خبردارى جاري کړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG