لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ورلډ کپ لپاره کواليفائي کړې ده


 افغانستان دټاس ګټلو په ترڅ کې لمړى بيټنګ وکړو اؤ زمبابوى ته يې دګټې لپاره د١٨٧ رنز هدف ورکړو، خو دزمبابوى ټول ټيم په ١٩ اعشاريه درې اورونو کې ١٢٧ رنز جوړ کړى شو.
افغانستان دټاس ګټلو په ترڅ کې لمړى بيټنګ وکړو اؤ زمبابوى ته يې دګټې لپاره د١٨٧ رنز هدف ورکړو، خو دزمبابوى ټول ټيم په ١٩ اعشاريه درې اورونو کې ١٢٧ رنز جوړ کړى شو.

هند کې دروان ورلډ ټي ټوئنټي کواليفائنګ پړاؤ دګروپ بي يوه مهمه مقابله کې افغانستان زمبابوى ته ماتې ورکړې اؤ ټي ټوئنټي ورلډ کپ لوبولو لپاره يې کواليفائي کړې ده.

افغانستان دټاس ګټلو په ترڅ کې لمړى بيټنګ وکړو اؤ زمبابوى ته يې دګټې لپاره د١٨٧ رنز هدف ورکړو، خو دزمبابوى ټول ټيم په ١٩ اعشاريه درې اورونو کې ١٢٧ رنز جوړ کړى شو.

دافغانستان ګټه کې محمد نبي مهم کردار ادا کړو اؤ د ميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وګرځول شو، محمد نبي په ٣٢ بالونو ٥٢ رنز جوړ کړي.

دافغانستان راشد خان دزمبابوى درې اؤ حامد حسين دوه لوبغاړي اؤټ کړي.

دافغانستان څلور لوبغاړي په ٦٣ رنز اؤټ شوي وؤ خو په دغه وخت کې سميع الله شينواري اؤ محمد نبي غوره بيټنګ وکړو اؤ دټيم سکور يې ١٦١ ته ورسول.

سميع الله ٤٣ اؤ محمد نبي ٥٢ رنز جوړ کړل، شفيق الله ٩ اؤ دولت ځدراڼ په صفر ناقابل شکست پاتې شو.

دافغانستان ټيم په مقررو اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ١٨٦ رنز جوړ کړي.

دزمبابوى لخوا تيناشى پيانګارا درې وکټې ترلاسه کړي دي.

دکواليفائر ګروپ بي دې ميچ کې کاميابۍ سره افغانستان دورلډ ټي ټوئنتي راتلونکي پړاؤ( سُپر١٠) ته رسيدلى اؤ دزمبابوى دټيم ايونټ کې سفر هم دې ځايې کې پاې ته رسيدلى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG